کور / تازه خبرونه / د پاکستان لومړنۍ ډرون الوتکې درې وسله وال وژلي

د پاکستان لومړنۍ ډرون الوتکې درې وسله وال وژلي

اسلام اباد: بي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي هغې بې پيلوټه الوتکې چې دوی پخپله جوړه کړې په لومړي ځل په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر مرکز بمبار کړی دی.دوی وايي په دغه بريد کې شوال کې درې مهم توندلاري وژل شوي دي.د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه لنډ پيغام کې ليکلي چې د پاکستان لومړنۍ ډرون الوتکې (براق) په شوال سيمه کې د توندلارو د اوسېدو ځای په نښّه کړی دی.ويل کېږي په دغه بريد کې درې مهم اورپکي وژل او تر اوسه د بريد په اړه لا ډېر جزييات نه دي جوت شوي.تېره مياشت د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملياتو پر مهال د ځمکنيو عملياتو اعلان هم وکړ.