کور / تازه خبرونه / د زابل اوسیدونکو په تذکرو کې د افغان او اسلام د لیکلو په ملاتړ لاریون وکړ

د زابل اوسیدونکو په تذکرو کې د افغان او اسلام د لیکلو په ملاتړ لاریون وکړ

د سې شنبې ورځ د زابل سلګونه اوسیدونکي په مرکز کلات کې لارو او سرکونو ته راووتل او په بریښنایې تذکرو کې یې د افغان او اسلام کلیمو د لیکلو غوښتنه کوله.

د دغه دوه ساعته لاریون پرمهال د کابل کندهار لویه لاره تړل شوې وه او لاریون کوونکو د هغو کسانو په ضد شعارونه ورکول د اسلام او افغان کلیمو سره مخالفت کوي.

لاریون کوونکي وایې د اساسي قانون له مخې دوي حق لري چې په تذکرو کې یې د اسلام او افغان کلیمې ولیکل شي او که چیر ونه لیکل شي دوي به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي:

هاخوا د زابل د ولایتي شورا غړي وایې اسلام او افغان د افغانان ملي ارزښتونه دي او هیڅوک ی ورنه نشي اخیستلای.

دوي له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بریښنایې تذکرو په اداره او تشکیلاتو کې پراخ بدلونونه راولي

دوي خبرداری ورکوي چې که دولت یې غوښتنې ونه مني نو لوي لاریونونه به را وباسي او دارنګه به ددې ولایت یو اوسیدونکی هم هغه تذکرې وانخلي چې اسلام او افغان پکې نه وي لیکل شوی: