کور / تازه خبرونه / له شاوخوا ۷۲ زره کسانو سره په بېلابېلو موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې شوي

له شاوخوا ۷۲ زره کسانو سره په بېلابېلو موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې شوي

د میدان وردګو ولایت چارواکي وایي د دندې له پیل څخه یې تر دې د مه په بېلابېلو موضوعاتو د دغه ولایت دیني عالمانو، ځوانانو،قومي مشرانو،مدني ټولنو، امنیتي منسوبینو،میرمنو او ګڼ شمېر نورو سره لیده کاته کړي .

د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات دغه خبرې نن د وږې په ۱۷ مه د ملي پاڅون د غړو سره د لیدنې پر مهال چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه وکړې .

هغه وویل څرنګه یې چې ژمنه کړې وه،چې د ولایت مقام دروازې به د ولسونو پر مخ پرانستې وي،په هماغه ډول یې د کار له پیل څخه تر دې دمه شاوخوا ۷۲ زره کسانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اتري کړي دي .

نوموړی هغه سیاسي حزبونه چې له حکومت سره رسمي څوکۍ ونلري د مدني ټولنو په ډله کې وشمیرل او له دوی غوښتنه وکړه،چې له کړنو څخه یې څارنه وکړي او په هره برخه کې ښه نظریات له ولایت مقام سره شریک کړي .

د ملي پاڅون ګوند مشر زمریالي احدي وویل ګوند یې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په ټاکنیز او نورو حرکتونو کې فعاله ونډه اخیستې او همدا راز ملي یوالې،سراسري سولې او د پوهنې پیاوړتیا یې له ځآنګړې موخو څخه دي.

نوموړی د یاد ګوند په استازۍ د ولایت مقام کړنې وستایلې او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

همدا راز د یادګوند یو شمېر نورو غړو په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه وکړل،چې د دغه د والي له لورې ورته د حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.