کور / تازه خبرونه / امان الله نصرت په قاطع اکثریت د شورا د رئیس په توکه ټاکل شوی

امان الله نصرت په قاطع اکثریت د شورا د رئیس په توکه ټاکل شوی

پېښور : په پاکستان کې د افغاني ښونځيو د مديرانو د شورا مطبوعاتي اعلاميه چې لروبرته راسيدلې ده په کې ويلي شوي دي چې په دې وروستیو وختو کې یو شمیر ناراضه دوستان چې شمیر یې د پنځلس تنو شاوخواته رسیده او د مدیرانو د شورا د ریاست په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه په پاکستان کې د پوهنې د اتشې د ځینو ټیټ پوړو چارواکو په اشاره راټول او د شورا د اساسنامې د منل شوو اصولو او قوانینو خلاف یې یو خپلمنځي تشکیل جوړ کړی چې هیځ ډول اخلاقي او قانوني جواز او مشروعیت نه لري او نه د شورا د اکثریت غړو تائید او ملاتړ ورسره دی مونږ ددغومحترمو ناراضه دوستانو دا غیر قانوني او خپلسری عمل په کلکه ردوو او دا کار د مدیرانو د شورا په ټینګو صفونو کې د درزونو او ځانځانئ یو مایوسوونکی عمل او ناکامه هڅه ګڼو۰د شورا د ریاست ټاکنې چې د ۱۰۶ افغاني ښوونځیو مدیرانو او استازو پکې ګډون کړی وو او په نتیجه کې یې امان الله نصرت د ۶۳ رایو په قاطع اکثریت د شورا د رئیس په توکه ټاکل شوی په خپله دنده په قانوني ډول کار کوي او د ګوتو د شمیر څو تنو مدیر صاحبانو په غیر قانوني او غیر اصولي فیصلو د نوموړي قانوني مشري له هیڅ ډول ګواښونو څخه نه شي متاثره کیدای او نوموړی چې د مدیرانو بشپړ تائید او ملاتړ ورسره دی د شورا قانوني رئیس او د شورا مشري د شورا د اساسنامې د اصولو په رڼا کې پر مخ وړيدناراضو دوستانو په شمول ټولو درنو او قدرمونو ورونو ته د شورا دروازې تل پرانستې دي او هروخت کولای شي خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح او د خبرو اترو له لارې حل کړي