کور / تازه خبرونه / سرنوشت: د ملي یووالي حکومت په ازمایښتي پړاو کې

سرنوشت: د ملي یووالي حکومت په ازمایښتي پړاو کې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره د بهرنیو ځواکونو په حمله کې د ملي پولیسو وژل کیدو او د بې کارۍ د زیاتیدو په اړه اندیښنو او اعتراضونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې هلمند ته د نوي تنو امریکایي ځواکونو له رسیدو اونۍ نه وه تیره شوې چې هوایي حملو یې پنځه دیرشو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

په سرمقاله کې راغلي چې د بهرنیوځواکونو د دې ډول حملو ساده تعریف دا دی چې تیروتنه شوې ده.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د بهرنیو هېوادونو پوځیان په خپلو هېوادونو کې د وسلو د استعمال پرمهال د انسانانو سربیره د ځنګله د حیواناتو د ژوند ضمانت هم کوي، خو دلته بیا خپل د سنګر ملګري بمباروي.

د ورځپاڼې په باور، د هلمند د حملې هدف چې د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې پولیس په کې وژل شوي، دا دی چې د نشه یي موادو د مبارزې مخه ونیول شي.

انصار ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د هلمند په هوایي حمله کې ۱۷ افغان پولیس وژل شوي دي.

ورځپاڼې د هلمند د امنیې قومندان نبي جان ملاخیل په حواله لیکلي چې د دې پیښې د څیړلو لپاره یې پلاوی ټاکلی او سیمې ته یې لیږلی دی.

په مطلب کې د هلمند د چارواکو په حواله دا هم لیکل شوي چې ځانګړي پولیس د مخدره موادو په وړاندې پرعملیاتو بوخت وو چې بهرنیو ځواکونو بمباري پرې وکړه.

سرخط ورځپاڼې بیا خپله تبصره د روانې بې کارۍ په اړه اعتراضونو ته ځانګړې کړي او لیکلي دي چې د ملي وحدت حکومت په لومړي سر کې خلکو ته د کاري مصروفیتونه زیري ورکړل، خو عملي نه شول.

په سرمقاله کې راغلي، نه یوازې دا چې د کارد پيدا کولو لپاره د حکومت ژمنې عملي نه شوې، بلکې ډیر کاري فرصتونه له منځه ولاړل او دبې کارۍ کچه لوړه شوه.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د بې کارۍ په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه هغو ځوانانو ته متوجه ده چې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او هره ورځ له همدې امله پر حکومت انتقاد کوي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا به یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت په ازمایښتي پړاو کې.

په مطلب کې راغلي چې د ملي وحدت حکومت له مشرانو لویې لویې مسئلې پاته دي او په وړو مسائلو یې ځانونه مصروف کړي دي.