کور / تازه خبرونه / په نرخ ولسوالۍ کې د ماشومانو د ساتنې شبکه فعاله شوه

په نرخ ولسوالۍ کې د ماشومانو د ساتنې شبکه فعاله شوه

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو ادارې له لورې د ماشومانو څخه د ساتنې شبکه نن د وږې په ۱۹ مه فعاله شوه.

دغه شبکه ۲۵ کارکوونکي لري،چې د اسلام او نړیوالو قوانینو له مخې د ماشومانو د ساتنې په اړه ورته یوه ورځنی عامه پوهاوی هم په یاده ولسوالۍ کې ورکړل شوو.

د دغه شبکې کارکوونکي دنده لري،چې له دې وروسته په یاده ولسوالۍ کې د ماشومانو د حقوقو څخه دفاع وکړي او په یاده ولسوالۍ کې د دوی د حقوقو څخه د هغوی کورنیو ته عامه پوهاوی هم ترسره کړي.

تر دې وړاندې د ماشومانو څخه د ساتنې دوه نورو شبکو په مرکز میدان ښار او مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې هم فعالیت درلود.

د یو بل خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ادارې د مرکز میدانښار په روزنتون کې ۶۰ ماشومانو سره د لباسونو او بېلابېلو توکو مرسته وکړه.