کور / تازه خبرونه / د ملي دفاع وزارت د ۹۴ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۹۴ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۹۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۶ تنه ټپيان شوي او څلور تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن لراوبر ډاټ کام ته په رالېږل سوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د غزني، لوګر، پکتيا، خوست، کندهار، دايکندي، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي