کور / تازه خبرونه / هلمند کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو لخوا هوايي بريدونه د دې ولايت د موسی کلا ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ترسره شوي دي.

سرچينه ليکي، د عملياتو په مهال د يادې ولسوالۍ په بېلا بېلا سيمو کې ۳۰ کړۍ ډول ډول ماينونه هم د ملي پوځ د سرتېرو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي