کور / تازه خبرونه / ميوند اتلانو له شاهن اسمايي څخه ماته وخوړل

ميوند اتلانو له شاهن اسمايي څخه ماته وخوړل

ميوند اتلانو له شاهن اسمايي څخه ماته وخوړل
ميوند اتلانو ٠-١ په مقابل کي له شاهن اسمايي څخه ماته وخوړل
د افغانستان روشن غوره ليګ سيالۍ چي مرکز کابل کي دوې اونۍ مخکي پيل سوي اتلانو پخپله دريمه سيالۍ کي د هشمت بارکزۍ له لوري د لوبي په لسمه دقيقه کي د پاينلټۍ په جوړولو سره يو ګول وخوړ
که څه هم لوبه تر ډېره د ميوند اتلانو په لاس کي وه خو شاهن اسمايي د لوبي تر وروستيو پوري دفاع قوې کړي وه او اتلانو ته اجازه ورنه کړل چي غچ واخلي
د ميوند اتلانو تر دې مخکي دوې لوبي کړي چي د طوفان هريرود سره يې ٢-٢ مساوي کړې او د سيمرغ البرز څخه يې ٢-١ ګټلي
تر دې مهاله اتلان څلور امتيازه لري