کور / تازه خبرونه / چاودني ۷ واکسيناتوران زخميان کړل

چاودني ۷ واکسيناتوران زخميان کړل

د سړک غاړي ماين په يوه چاودنه کي ۷ واکسيناتوران زخميان سوي دي.
پېښه تېر ماښام د تخته پول په ولسوالۍ کي هغه مهار رامنځ ته سول کله چي دغه واکسيناتوران له خپله کاره ستنېدل.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چي په پېښه کي د موټر چلوونکي په ګډون ۷ تنه زخميان سوي دي.
خپلواک وايې واکسيناتوران په سراچه موټر کي وه او د ځينو روغتيايې حالت سم ندی.
تر اوسه ددې پيښي په اړه وسله والو څه ندي ويلي