کور / تازه خبرونه / کندهار: دعصري زده کړو له انستيتوت څخه ۲۰۰ زده کوونکي فارغه سول

کندهار: دعصري زده کړو له انستيتوت څخه ۲۰۰ زده کوونکي فارغه سول

د کندهار د عصري زده کړو له انستيتوت څخه ۲۰۰ ښځينه او نارينه له انګليسي او کمپيوټر له زده کړو فارغه او تېره ورځ ورته د يو لړ خاصو مراسيمو پرمهال ورته فراغت ليکونه ورکول سول.
فارغه زده کوونکو په دې انستيتوت کي دوه کلني زده کړي وکړې.
دمراسيمو پرمهال د عصري زده کړو د انستيتوت مشر احسان الله احسان پر هغو ادارو نيوکه وکړه چي د ميرمنو د روزولو په نوم پيسې اخلي او بې ځايه يې مصرفوي، نوموړي زياته کړل، چي يو شمېر ادارې د کندهار په نوم پروژې اخلي او په مرکز کي مصرفوي، نوموړي ناهيلي څرګنده کړه چي دلته د يو شمېر پروژې د د ادارې د کار کوونکو په لوړو معاشاتو مصرفيږي او د کار يې هيڅ څرک نه معلوميږي.
احسان ډاډ څرګند کړ چي د کاناډا د يوه پوهنتون له لوري به ۶۰ تنې انجوني، د انستيتوت کارکوونکي او يو شمېر نور نارينه شاګردان د مديرپت په برخه کي انلاين وروزي.
د مراسيمو يوه برخه د سولي په اړه مناظرې ته ځانګړې سوې وه، چي پرمهال يې د مناظرې ګډونوال د سولي پر ارزښت، ستونزو، دميرمنو او نارينه پر رول او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبري وکړې.