کور / تازه خبرونه / هلمند: په کجکي کي جګړه او د چورلکو له لاري د بهرنيو انجينرانو ايستل کېدل

هلمند: په کجکي کي جګړه او د چورلکو له لاري د بهرنيو انجينرانو ايستل کېدل

دهلمند ولايتي شورا وايي په کجکي ولسوالي کي دسختو نښتو وروسته بهرينان د چورلکو په وسيله هغه انجينران له سيمي څخه باسي کوم چي دکجکي دبريښنا پر دريم توربين باندي يي کار کاوه .
دکجکي او لښکرګاه ترمنځ لويه لاره د خلګو پرمخ تړل سوې ده او دسيمي اوسيدونکي دخوراکي توکو دکمښت سره مخ دي.
د هلمند د والي مرستيال وايي، چي کجکي ولسوالۍ ته يې د عملياتو لپاره نور ځواکونه لېږلي او لويه لار به هم د خلګو پرمخ پرانيزي.
له تېرو دوو ورځو راهيسي کجکي ولسوالي تر سختو امنتي ګواښونو لاندي ده او هلته امنتي ځواکونه او وسله وال په سختو نښتو بوخت دي .
وسله وال هڅه کوي، چي د نوزاد او موسي کلا ولسواليو وروسته کجکي ولسوالي په خپل کنټرول کي راولي .
د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي چي وسله والو مخالفينو په کجکي ولسوالۍ کي له دولت څخه ډېري سيمي نيولي دي او دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.
خو د تلفاتو دقيقه شمېره يې ياده نکړل.
دوي وايي چي نن سهار بهرنيو ځواکونو خپل هغه انجينران دکجکي دبريښنا له بند څخه دچورلکو په وسيله ايستلي دي کوم چي دبريښنا دبند د دريم توربين دنسبولو چاري يي پرمخ وړلې.
ددوي به خبره چي په سيمه کي د امنتي ځواکونو کورنۍ په محاصره کي بندي پاته دي.
بل خوا د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار د بهرنيو انجينرانو د وتلو څخه نا خبري ښه يې.
هغه وايې چي کجکي ولسوالۍ ته يې نور ځواکونه لېږلي ترڅو جګړه کابو کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چي تر عملياتو وروسته به ډېر ژر د کجکي ولسوالۍ لويه لاره د خلګو پر مخ خلاصه کي
د هلمند شمالي ولسوالي له سختو خطراتو سره مخ دي، د سيمي اوسيدونکي وايي که مرکزي حکومت له ولايتي ادارې او امنتي ځواکونو سره همکاري ونکړي وسله وال به يو ځل بيا له دې لاري د جنوب ډېري منطقې ونيسي.