کور / تازه خبرونه / دپېښور د هوايي ځواک پر مرکزبريد شوى

دپېښور د هوايي ځواک پر مرکزبريد شوى

پېښور: د پیښورد بډه بیرې سیمې په انقلاب واټ کې د هوايي ځواک(PAKISTAN AIR FORCE)پرمرکز نن سهار وختي یوشمیر وسله والو بريد وکړ دپاکستان دپوځ دعمومي اړیکومسوول عاصم باجوا وویل چې دپیښور په بډه بیر سیمه کښې دهوايي ځوا ک په کیمپبريد کابو لسو وسله والو کړى دى چې ٨وسله وال په ډزو کې وژلشوي هم دي په پیښه کې د چټک غبرگون ځواک یو چارواکی میجر حسیب په گډون ١٠ پوځيان ټپيان دي او روغتون ته وړل شوي دپاکستان دچټک غبرگون ځواک(QUICK REACTION FORCE)یوشمیرعسکر سمدستي دپیښې ځاې ته ورسیدل او له وسله والو سره يې جگړه وکړه.دپاکستان دپوځ دعموي اړیکو دچارو مسوول عاصم باجوا تائید کړه دغو لسووسله والو چې بريد کړې غوښتل يې دهوايي ځواک مرکز ته ورننوځي د برید له امله ‘۱۷لمونځ کوونکي او ۱۳بریدګر وژل شوي’. د پوځویاند وايي، په وژل شویو کې یو کپتان هم شامل دی.د پاکستان د پوځویاند جنرال عاصم باجوه وايي، وسله والو د پولیسو په جامه کې برید کړی اوزیاتوي چې برید کوونکي د ګهیځ د لمانځه پرمهال اډې ته له دوو خواوو ننوتلياو هلته پر کوچنیو ډلو وېشل شوي او بریدونه یې پيل کړي، خو د پوځ په ځوابيبرید کې ۱۳برید کوونکي وژل شوي.باجوه زیاتوي، یوه ډله بریدکوونکي جومات ته ورغلي او هلته یې ۱۷لمونځ کوونکي وژلي، خو له برید کوونکوسره د متقابلو ډزو په پایله کې د اسفندریا په نامه یو پوځي کپتان هم وژلشوی.پوځ وايي، په ډزو کې لس پوځيان نور ټپیان شوي.سرچینهوايي، له اوو تر لسو برید کوونکي د بډه بېرې پوځي پاکستاني طالبانو په یوه برېښنالیک کې رسنیو ته ویلي، دا برید دوی کړی.د طالبانو ویاند محمد خراساني ویلي دا برید د طالبانو د “ځانمرګو بریدونو” کنډک ترسره کړی.خراساني وايي، په دوو موټرو کې یې برید کوونکي اډې ته ورغلي او په “اسانۍ” سره اډې ته ننوتي دي.نوموړی وايي، برید کوونکي یې په ښو وسلو سمبال او د اډې په دوو ودانیو کې د هوايي ځواک د افسرانو په همکارۍ اډې ته ورغلي