کور / علمي / «د پښتو لهجوي پانګي د راټولولو پروګرام به پېل سي»

«د پښتو لهجوي پانګي د راټولولو پروګرام به پېل سي»

د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کي د پښتو اکاډمۍ کوټي له خوا په منعقد سوي درې ورځني (د نوامبر ۱۲،۱۳ او ۱۴مه نېټه) پښتو نړيوال سيمينار کي بيلو پښتو ليکوالانو او عالمانو خپلې مقالې واورولې.
په دغه سيمينار کي د qamosona.com مسؤل چلونکي ښاغلي احمدولي اڅکزي هم وينا واوروله او ويې ويل چي پلان لري د پښتو د لهجوي پانګي د راټولولو يوه پروژه پېل کړي. نوموړي په دې ترځ کي د پښتو د اکاډميانو، عالمانو، ليکوالانو او ولسي خلکو څخه هيله وکړه چي ورسره په دغه پروژه کي مرسته وکړي(غېرمالي او عملي مرسته).

که غواړئ چي د دغې پروژې په تړاؤ د احمدولي اڅکزي سره تماس ونيسئ نو لطفا پر دغه جمله کلیک وکړئ او يا ورته پر لاندنۍ پته برېښناليک ولېږدوئ.

info8qamosona.com

(د 8 پر ځای د برېښناليک ځانګړې نخښه @ په ادرس کي وکاروئ)

د ښاغلي احمدولي اڅکزي د وينا دوې ويډيووي په لاندنيو د فيسبوک په لينکونو کي کتلای سئ:

لومړۍ برخه:

د پښتواکيډيمي کوټي تر نظارت لاندي جوړ سوي پښتو نړيوال سيمينار کي احمد ولي اچکزئي خپله په زړه پوري مقاله وړاندي کوي

Posted by Jamal Tarakai on Sunday, September 13, 2015

دويمه برخه:

د پښتواکيډيمي کوټي تر نظارت لاندي جوړ سوي پښتو نړيوال سيمينار کي احمد ولي اچکزئي خپله په زړه پوري مقاله وړاندي کويدويمه ويډيو

Posted by Jamal Tarakai on Monday, September 14, 2015

د قاموسونه ټکی کام د مسؤل چلونکي احمدولي اڅکزي د کوټي په کور کي د پښتو نړۍ وال سيمينار د بعضو ګډون والو د مېلمستيا انځورونه.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, September 16, 2015

د پښتو نړيوال کانفرانس ګډون وال د احمدولي اڅکزي په کور کي

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Friday, September 18, 2015