کور / تازه خبرونه / پر ګرځندوی صنعت به ځانګړی پام کېږي

پر ګرځندوی صنعت به ځانګړی پام کېږي

د ګرځندوی د نړیوال سازمان یوویشتمه عمومي غونډه چي د روان مېلادي کال د سپټمبر د ۱۲ څخه تر ۱۷ پوري، د نړۍ د ۷۱ هیوادونو د ګرځندوی د وزیرانو په ګډون، د کولمبیا په میډیلین ښار کي جوړه سوې وه؛ د افغانستان د ګرځندوی صنعت ته یې د نړیوالو پام راواړاوه.
په دغه غونډه کي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني وینا، ددې سبب سوه چي د ګرځندوی د نړیوال سازمان غړي؛ په ځانګړي ډول سکرټر جنرال ښاغلی طالب رفاعي د افغانستان سره همکارۍ ته وهڅوي. ښاغلي رفاعي ژمنه وکړه چي د خپل مسلکي پلاوي تر رپوټ ورکولو وروسته به د افغانستان د ګرځندوی د موئثري پالیسۍ په جوړولو کي مرسته کوي، نوموړي د ګرځندوی په برخه کي د افغانستان د ظرفیتونو د روزلو په موخه د دوو تحصیلي بورسونو د ورکړي او همداراز نورو ممکنو همکاریو ژمنه وکړه.

په دغه غونډه کي، د غړو هیوادونو د رایو په اتفاق؛ افغانستان د ګرځندوی د نړیوال سازمان، د شپږګونو کمېسیونونو څخه؛ د سُهیلي اسیا د کمېسیون مرستیال وټاکل سو. په دې توګه به افغانستان د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ مېلادي کال پوري، د نوموړي سازمان پر چارو د څار ترڅنګ په پلانونو او وړاندیزونوکي فعاله ونډه لري. دامهال د سهیلي اسیا د کمېسیون ریاست هندوستان کوي اود مرستیالۍ موقف خپلولو ته یې د ایران او پاکستان په شمول د سُهیلي اسیا ګڼو هیوادونو کوښښ کاوه ،خو افغانستان وکولای سول.
د ګرځندوی د نړیوال سازمان د ۱۵۶ غړو هیوادونو له جملې دا مهال؛ افغانستان، ایران، پاکستان، هندوستان، مالدیو، نیپال، بنګله دېش، سریلانکا او بوتان هیوادونه د سُهیلي اسیا د کمېسیون غړيتوب لري.

د ګرځندوی په نړیوال سازمان کي د سُهیلي آسیا د کمېسیون مرستیالي د افغانستان د ګرځندوی لپاره د ګڼو پرمختګونو زمیني برابروي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به ددغه فرصت څخه په استفاده، د لازمو پالیسیو او پلانونو په پلي کولو سره؛ د هیواد د ګرځندوی د صنعت د پیاوړتیا په موخه موئثري هڅي وکړي.

د یادوني وړ ده چي د ګرځندوی په یوویشتمه نړیواله عمومي غونډه کي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني سره؛ د ګرځندوی معین ښاغلي زردشت شمس هم ملتیا کوله.