کور / تازه خبرونه / کندهار: موټر بم ځانمرګي دوه پوليس ټپیان کړل

کندهار: موټر بم ځانمرګي دوه پوليس ټپیان کړل

نن يکشنبه غرمه مهال شاوخوا يولس بجې د کندهار ښار ختيځ لوري ته ددامان ولسوالۍ د ترنک پله پر يوې امنتي پوستې د سرپ موټر په ذريعه ځانمرګی بريد سوی.
دکندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چي په دې بريد کي دوه ملي پوليس او يو ملکي کس ټپیان سوي دي.
عيني شاهدان وايي، چي د پيښي هدف په سيمه کي بهرني سرتيري وه، چي د پوليسو دغي پوستې ته ورغلي وه.
وسله والو طالبانو د پيښي مسوليت په غاړه اخيستی او په دې بريد کي يې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د زياتو تلفاتو ادعا کړې