کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو ولایت ۱۳ ادارې لا هم ودانۍ نه لري

د میدان وردګو ولایت ۱۳ ادارې لا هم ودانۍ نه لري

چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت نږدې ۵۰ ادارو څخه یې ۱۳ لا هم خپلې ودانۍ نلري او یو شمېر نور یې هم د تخریب سره مخامخ دي .
د دغه ولایت والي حیات الله حیات وویل د دندې ترسره کولو په موخه باید خوندي او ارام ځای،د کار وسایل او نور ضرورتونه برابر شوي وي .
هغه زیاته کړه،په همدې موخه غواړي د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ادارو کې هم ورته سهولتونه د چارو د ښه والې په موخه برابره کړي .
ښاغلي حیات وویل : (( په خواشینۍ سره باید ووایم،چې د دغه ولایت ۱۳ ادارې لا هم خپلې ودانۍ نلري او یو شمېر نورې ودانۍ بیا د تخریب سره مخامخ دي))
هغه ژمنه وکړه،چې دغه ستونزه به د کمپاین په شکل د ملي او ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو مخورو په همکارۍ د مرکز د بېلابېلو ادارو سره شریک
کړي .
د ادارو د مسؤلینو ترمنځ د وږې په ۳۰مه په دغه جوړه شوې غونډه کې یو شمېر مسؤلینو د تېرې اونۍ په ترڅ کې د ترسره کړیو کارونو معلومات هم شریک کړل او همدا راز پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو.