کور / تازه خبرونه / دطالبانو د مشر ملا اخترمحمد( منصور) د لوی اخترپيغام خپور شو

دطالبانو د مشر ملا اخترمحمد( منصور) د لوی اخترپيغام خپور شو

دنيکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور حفظه الله پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
إنَّ الْحَمْدَ لِلَّهِ, نَحْمَدُهُ ونَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِأَنْفُسِنَا وَسَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا, فَمَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِىَ لَهُ, وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيْكَ لَهُ, وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ, إنَّ أصْدَقَ الحَدِيْثِ كِتابٌ اللهِ وخَيْرَ الهَدْيِ هَدْيُ محمد صلى الله عليه وسلم, وشَرَّ الأُمورِ مُحْدَثاتُها وَ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ .
اما بعد: قال الله تبارک وتعالی: ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ۱۰۲وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ) ۱۰۳ ال عمران.
د افغانستان مسلمان ولس، د جهاد په سنګرونو کې ناستو مجاهدینو او ټول اسلامي امت ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم .
الله تعالی دي په دې مبارکو شپو ورځو کې د مسلمانانو ټولې قربانۍ، صدقات، عبادات او د حج مناسک قبول وګرځوي، په خاص ډول په مکه مکرمه مسجد الحرام کې د کرین د رالوېدو په غمجنه پیښه کې د ټولو شهید ان شویو حجاجو شهادتونه دې الله تعالی قبول او د پېښې زخمیانو ته دې عاجله او کامله شفاء ورنصیب کړي.
ــ داسلامي امارت د مؤسس او محترم مشر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله درحلت له امله ټولومسلمانانو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوم او هرچا چې په دې سترغم کې له موږ سره خواخوږي ښودلې او د اسلامي امارت په متحد ساتلو کې یې راسره مرسته کړې له هغو ټولو نه مننه کوم الله تعالی دې ټولو ته عظیم اجر ورکړي او د عالیقدر امیرالمومنین رحمة الله علیه لپاره د الله تعالی څخه د مغفرت او مرحمت هيله لرم ، الله تعالی دې د ده ستر اسلامي اوجهادي خدمتونه او په دې مقدسه لاره کې ټولې ستړیاوې قبولې اوعالي درجات نصیب کړي، درنې کورنۍ ته دې الله تعالی صبر جمیل او غوره بدله ور کړي. آمین یارب العلمین .
ــ غواړم له دې لوی دینی مناسبت اوفرصت نه په استفادې سره د افغانستان د وروستیو جهادي او سیاسي پیښو په اړه د اسلامي امارت د مواقفو څرګندونه وکړم .
مسلمانانو وروڼو !
۱۴ کاله کیږي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ داشغالګرو په وړاندې د افغان مسلمان ولس جهاد تر واحد قیادت لاندې دوام لري، په دې کې شک نشته چې په دې سختو حالاتو کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد قیادت او رهبري د هغه د خلوص ، کلک عزم اوځانګړي معنوي مقام وجه اوکارنامه وه چې داسلامي امارت نظامي ،سیاسي، فرهنګي، اداري او نورې بیلابیلې چارې یې په ډیره ښه توګه تنظیم او رهبري کولې.
د مرحوم امیرالمؤمنین تر څنګ د اسلامي امارت د رهبري شوری غړي ،لوړ رتبه مشران،جهادي قومندانان، مسؤلین، دسنګرونو مجاهدین او افغان مجاهد ولس په ډیر اخلاص ، صداقت، او وفادارۍ سره ودرېدل ترڅو یې په ګډه د الله تعالی په نصرت دا سپیڅلی کاروان له سختو پړاوونو راتیر او د مسلمانانو په مادي اومعنوي مرسته یې د سرتاسري فتحې منزل ته نږدې کړ.
اوس چې د اسلامي امارت د زعیم په حیث زما پر اوږو کوم دروند بار ایښودل شوی دی، زه یوځل بیا تکراروم چې په دې سختو شرائطو او حساس وضعیت کې د الله تعالی له نصرت او د ملګرو له همکارۍ پرته د دغه مسؤلیت انجامول په یوازې توګه ممکن نه دي؛ نو ځکه لکه څنګه چې د اسلامي امارت له منسوبینو، مسؤلینو او مجاهدینو څخه د همکارۍ او دعاوو خواست کوم، له ټولو خواخوږو علماء کرامو، پوهانو او د نظر له خاوندانو مې غوښتنه ده چې د اسلامي امارت د سالمې رهبرۍ او په نظامي، سیاسي، تعلیمي، تربیوي، فرهنګي، اقتصادي او نورواجتماعي برخو کې د مثبت، معیاري او مؤثر خدمت په ترسره کولو، پلانونو جوړولو او د هغو د تعمیل په برخه کې خپلې ګټورې مشورې، طرحې او عملي مرستې راڅخه ونه سپموي، اسلامي امارت نه یوازې یو جهادي او سیاسي خوځښت دی، بلکې د خپل مسلمان ولس د بیدارۍ، تربیې او هر اړخیزې ترقۍ ارمانونو ته ژمن نظام هم دی، چې باید د خپل ولس د نیکمرغۍ ،هوساینې او پرمختګ په چارو کې ورسره همکاري وکړای شي او په دغه ګډ کور کې د ټولوپرګنو همدارنګه د عصري او دیني استعدادونو ترمنځ نزدیکت، هماهنګي اوکلکه همکاري موجوده شي.
زه خپلو ټولو مجاهدینو او ولس ته ډاډ ور کوم چې د الله تعالی په توفیق سره به ترخپله وسه په مقدس شریعت د عمل کولوکوښښ کوم د عاليقدر امیر المومنین رحمه الله لاره به تعقیبوم، صف به لکه مخکې چې متحد و همداسي به یې ان شاءالله متحد ساتم او د علماء کرامو د اسلامي لارښوونو په رڼا کې به خپلې چارې پر مخ وړم.
ــ دا چې داشغال په وړاندې زموږ څوارلس کلن جهاد بریالیتوب ته نېږدې شوی او دښمن په هر ډګر کې ماته خوړلې اوس هڅه کوي چې له تبلیغاتي حربو نه په استفادې د مجاهدینو تر منځ د بې اتفاقۍ او بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي، د مجاهدینو په واحد صف کې د انشعاب بې بنیاده افواهات په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه خپروي، ټول ملت اومجاهدین باید د دښمن دغه ډول دسیسو او پلانونو ته پوره متوجه وي په خاص ډول هغه ملګري چې ګیلې لري په هغوی باندي ږغ کوم چې د دښمن د تبلیغاتي اونورو شیطاني دسیسومخه دې ونیسي، ځکه اسلامي امارت زموږ اوستاسو په قربانیو روان شوی مشترک کاروان دی زموږ، ستاسو او ټول کړیدلي اولس عزت او حیثیت د همدې کور په متحد ساتلو کې دی، په دې حساسو شیبو کې خپل صف متحد او یوموټی وساتئ دخپلو شهیدانو د پاکو وینو او ارمانونو احترام تر هر څه ضرور دی.
مجاهدین باید د دښمن پوچو تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي او د بد ګمانۍ څخه باید ځان وژغوري، الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .
ترجمه : اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! له ډېرو بدګمانیو ځان وساتئ؛ ځکه په یقین سره ځینې بد ګمانۍ ګناه دي.
د مؤمنانو او د الله تعالی د مکلفو بندګانو په حیث دا زموږ وجیبه ده چې متحد اویو موټی واوسود قومي ،سمتي، او ژبنيو تعصبونو څخه باید په کلکه ځان وساتو ،دخپل ولس باید زیات خیال ولرو او په سر یې د شفقت لاس تیر کړو.
ــ د کابل اداره ، اشغالګراو ځیني نور مفسد عناصر دهیواد په بیلابیلو برخو کې زموږ مظلوم هیواد وال په یوه اوبل نامه ټکوي، عام ولس ته د دښمن په نظر ګوري، د ژوند حق ځیني اخلي او په ناحقه تورونویې بندیخانوته اچوي، دبند په دوران کې غیر انساني چلند ورسره کوي، حتی دمظلوم ولس بندیان په بې رحمانه او وحشيانه توګه په شهادت رسوي، همدارنګه ځینی مفسدکسان اومغرضې استخباراتي کړۍ دمجاهدینو دبدنامۍ لپاره هم بې ګناه خلک ازاروي، مونږ دغه ټولې ظالمانه کړنې نه تنها دا چې په کلکو ټکو غندو، بلکې عاملینو ته به یې له اسلامي اصولو سره سم، سزا ور کوو، ان شا‌ء الله. او که دمجاهدینو په صف کې څوک د ملکي تلفاتو په برخه کې بې پروایي وکړي یا قصدي عمل وکړي یا له بندیانوسره غیر شرعي چلند وکړي موږ به یې جدي پوښتنه کوو او د مقدس شریعت په رڼا کې به سزا ورکوو موږ به خپل صف په پاکو او مخلصو انسانانو تقویه کوو او د بې لارې کسانو ملګرتیا ته چې دمجاهد په نامه غیر شرعي اعمال تر سره کوي هیڅ اړتیا نه لرو او په کلکه به یې مخه نیسوان شاءالله .
ــ مجاهدین باید ډیر متوجه وي چې د عملیاتو په وخت د بیګناه خلکو ویني تویې نه شي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسؤلیت په غاړه لري او زه به داسلامي امارت دامیر په حیث هیڅکله اجازه ورنکړم چې د بې احتیاطۍ له امله د خلکو سر یا مال ته زیان ورسیږي.
ــ مجاهدینو ته په هیڅ کارکې اجازه نشته چې له خپله ځانه دا سي اجراآت وکړي چې له مقدس شریعت سره په ټکر کې وي اویامو دا سي مصلحت سنجولی وي چې الله جل جلا له پرې نا را ضه کیږي او ستاسو نفسونه پرې خو شحاله کیږي هغه که دخپلو ملګرو په منځ کې وي که له عام ولس سره وي حتی د دښمن سره به داسی چلند نکوئ چې د الله تعالی ناراضي وركي راځي د نرمي پر ځای به نرمي کوئ او دسختي پر ځای به سختي کوئ هر عمل به د اسلامي قانون او نبوي اخلا قو په رڼا کې کوئ.
ــ جنګ پرموږ باندي تحمیل شوی،په اسلامي حکومت او ملت مو تیری شوی خاوره مو اشغال شوې نوپه هرلحاظ او هرقانون دا حق لرو چې له خپلې عقیدې اوخپلې خاوري نه دفاع وکړو.آزادي ترلاسه کړو او شرعي نظام حاکم کړو ، داسې افغان شموله شرعي نظام چې تر سیوري لاندې يې د ټول ولس حقه حقوق خوندي وي او له یو بل سره د میني او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.، دهغوی د ارادې ممثل، د استقلال او ځمکني تمامیت مدافع او د خپلو ټولو شرعي ، جهادي او ملي مصالحو د تحفظ تر څنګ له نړیوالو سره د مثبت تعامل وړتیا ولري.
ــ اشغالګراود هغوی داخلي همکاران چې د مجاهدینوپه وړاندي یې کلکه ماتي خوړلې اوس هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې زموږ فتوحات زموږشمالي ګاونډيانوته د خطرپه توګه معرفي کړي اوپه دې ډول یې دځان ملګري کړي خو زموږ ګاونډيانوته زموږ پالیسي واضحه ده اوموږباید زموږ د دښمنانو په ژبو ونه پیژني .
ــ د هېواد د نوي نسل لپاره دیني او عصري زده کړې لوی او جدي ضرورت دی، زه د اسلامي امارت په مجاهدینو ږغ کوم چې په خپلو سیمو کې د دیني او عصري تعلیم لپاره زمینه برابره او مرسته ور سره وکړي.
ــ دهیواد پوهان،متدینه تعلیمي طبقه، ملي سوداګر، اوټول مسلکي او فني کسان، ددې هیواد دراتلونکې معماران دي مجاهدین به یې داستعدادونو قدراو د شتمنیو ساتنه کوي ټول دې په ډاډه زړه فعالیت اوخدمت کوي،اسلامي امارت ټول عام المنفعه او شخصي تأسیسات اوخدمات د ولس حق او ملي شتمني بولي اوهیچاته به اجازه ورنه کړي چې زیان ورته ورسوي . د بی غرضه خیریه مؤسساتواواهل خیرو هغه خدمتونه چې زمونږ د ولس د خیراوهوسایي لپاره یې تر سره کوي، د قدر وړ دي، او د کارونو د تسهیل په مورد کې ور سره مرسته کوو.
ــ موږ په افغانستان کې داشغالګرو هرډول موجودیت، د افغانستان او ټولې سیمې په خلاف یو جګړه زیږوونکی او جګړه اوږدوونکی عامل ګڼو، ځکه د سیمې د سالمیت لپاره قطعي ګواښ او یقیني زیان دی، نوهر هغه څوک چې د افغانستان او سیمې آرامي اوسوکالي غواړي هغوی باید له افغانانو سره د اشغال په خاتمه کې مرسته وکړي.
ــ اسلامي امارت له خپلونوروفعالیتونوسره په څنګ کې سیاسي هلي ځلي هم کوي او په دې لاره کې یې وار له مخې عملي ګامونه هم اخيستي دي اود دې کار لپاره د اسلامي امارت سیاسي دفتر ځانګړی دفتر دی چې له تیرو څو کلونو راهیسي په فعالیت بوخت دی، اوله بېلا بېلوجهتونوسره د رابطو اومذاکراتو واک مو ورکړی دی، سیاسي دفتر د اسلامي امارت دا پیغام هرچاته رسولی چې موږ له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادنو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونوسره حسنه او مشروع روابط غواړواو غوښتنه کوو چې زموږ د ځوریدلي او جنګ ځپلي هیواد څخه د اشغال په خاتمه کې د نړۍ د آزاد ضمیر خاوندان مرسته راسره وکړي.
ــ موږ به دمذاکراتو په اړه له وخت اوتقضی سره سم هغه پالیسي پرمخ بیا یو چې د مقدس شریعت له اصولو ، جهادي ارمانونواوملي ګټو سره سمون ولري.
ــ اسلامي امارت په دې باور لري چې، که دوطن اشغال نه وي ، د افغانانو خپل منځي ستونزې د هغوی د خپل منځي تفاهم په وسیله حل کیدای شي ، د افغان لانجې د هواري په پلمه هر ډول خارجي فشار، نه یوازي دا چې ستونزه نشي حل کولای بلکې د نورو ستونزو د راپیدا کیدو لامل ګرځي.
ــ د کابل اداره که غواړي چې په هیواد کې جګړه ختمه او سوله راشي نو د جګړې پایته رسول د اشغال په پایته رسولو او له اشغالګرو سره د هرډول پوځي او امنیتي تړونو نو په فسخه کولو کې ممکن دی .
دا چې په خوله د سولې شعارونه ورکول کیږي او په عمل کې د جګړې سنګرونه د سمتي ، قومي، مذهبي او تنظيمي جګړو په اور ګرم ساتل کیږي، خپل سرو بدنامو جګړه ما رانواو بې مهاره ملیشو ته اختیارات او امکا نات ورکول کیږي او مظلوم اولس پرې زورول کیږي دا په سوله باندې له ملنډو وهلو پرته بل مفهوم نه لري .
ــ د اشغال تر سیوري لاندې د مختلفو ډلو ټپلو را پیدا کول او د مجاهدینو په خلاف د هغوی جنګول په افغانستان کې د امریکایانو د نیابتې جګړې د تداوم لپاره د اشغالګرو وروستۍ دسیسه ده، چې له افغانانو څخه د انتقام په غرض یې عملي کوي، خو ان شاء الله افغان مسلمان ولس به یې د خپل وحدت په ټینګښت سره دا دسیسه هم داسې ناکاموي لکه د اشغالګرونوري ټولې هڅې چې یې له ناکامي سره مخ کړي.
ــ افغانان بايد هوښیار اووسي:داشغالګروهيوادونوخفيه کړۍ زموږ ملت په لوی لاس دقوم، قبیلې اوسمت پالني په ناروغۍ اخته کول غواړي اوزموږ د واحد هيواد تجزيې ته لاره هواروي، ان تردې چې اوس غواړي زموږ د تاريخي اسلامي هيواد اسلامي اوافغاني تشخص هم متنازع کړي،چې ښه بیلګه یې اوسنۍ بریښنایي تذکرې دي.
ــ اشغالګرو په تيرو څوارلسوکلنوکې د ملياردونو ډالرو مرستو له اعلان سره سره په افغانستان کې هيڅ کوم داسي اساسي کارنه دی کړی چې افغانانوته تلپاتي اواساسي ګټه ولري، هره پروژه یې لنډمهاله،بې کیفته اوغولوونکې وه، البته د فکري تخريب اوخپلمنځي دښمني لپاره يې پوره زهر وشيندل.
ــ امریکایان او د هغوی ټول ایتلافیان باید دلته د دوی په خپل اعتراف، د خپلو زرګونو وژل شویو عسکرو او لسګونوزره ژوبل شویو پوځیانو له وینو او معیوبیت نه پند واخلي ، نه داچې دلته نور پوځیان راولیږي ترڅو هغوی هم د افغانانو د روان جهادي غبرګون په ترڅ کې ووژل شي.معیوب شي اوپه رواني مرضونواخته شي.
ــ امریکایانو ته وایو تاسو چې د سپتمبر د پیښې په پلمه افغانستان اشغال کړ نن له هغې ورځې څوارلس کاله تیریږي، د دې پر ځای چې تاسو د افغانستان په اشغال سره د سپتمبر د یوولسمې په څیر د نورو پیښو مخنیوی کړی وي، نن ستاسي د ژوند هره لحظه د نړۍ په هره برخه کې ستاسي لپاره د سپتمبر خونړۍ حادثه ده، هرځای تاسو تر برید لاندې يئ او ژوند مو په خطر کې دی ، تاسو ته په کار ده چې د دا شان حوادثو د مخنیوي او ځان د امنیت په غرض، په خپلو استعماري تګلارو باندې له سره غور وکړئ! نه دا چې د نورو ولسونو په وژلو او اشغالولو کې د خپل ځان د امنیت خیالي خوبونه ووینئ.
– د افغانستان اسلامي امارت له اسلامي نړۍ او مسلمانانو سره د دیني خواخوږۍ له مخې تړاو لري، او ځان د هغوی په خوښیو او غمیزو کې شریک ګڼي، له همدې کبله د فلسطیني ولس د غوښتنو او نورو مستضعفو مسلمانانو د برحقې داعيې لپاره به هر وخت خپل آواز اوچتوي.
ــ نن ورځ مونږ وینو چې لله الحمد مجاهدینو د الله په نصرت دښمن ته په هر میدان کې ښکاره شکست ورکړی، د افغانستان په هره برخه کې مجاهدینو ډیر فتوحات حاصل کړي، د دښمن ټولې دسیسې یې شنډې کړې، د دې لپاره چې نور هم د الله د نصرت مورد وګرځو باید مجاهدین وروڼه خپل جهاد د الهي کلمې د لوړوالي او خپلو ځوریدلو هیواد والو د آسودګي او خدمت په نیت پرمخ یوسي، د ولس د ځان ، مال او انساني حیثیت ساتل خپل شرعي او اخلاقي مکلفیت وګڼي، له هغوی سره په تعامل کې له عطوفت ، مهرباني او خواخوږي څخه کار واخلي، د جهادي فعالیتونو په تر سره کولو کې ولسي حمایت د ځان او دعامومسلمانانو ستونزې له علمای کرامو، قومي مشرانو او ولسي متنفذینو سره په مشورې او تفاهم کې حل کړي، او له ولس سره دحاکم نه، بلکې د خادم په حیث چلن وکړي.
ــ په پای کې یو ځل بیا افغان مجاهد ولس، د سنګر مجاهدینو ،د دښمن په زندانونو کې اسیرو مجاهدینو او ټول اسلامي امت ته د نیک مرغه لوی اختر مبارکي وایم الله تعالی دې د مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ټولې هغه قربانۍ او فعالیتونه چې د الله د رضا لپاره یې ترسره کوي قبولې کړي ، الله تعالی دې ټول اسلامي امت د دښمنانو د هر ډول دسائسو له شره محفوظ او مصؤون لري، او الله تعالی دې ټولوته توفیق را نصیب کړي چې داختر په دغو نیکمرغه ورځو کې دشهیدانو، بندیانو، مجاهدینو، مهاجرینو اوټولو ناوسه اوبې وزله مسلمانانو کورنۍ هم په خوښیو کې را سره شریکې او ترخپله وسه یې احتیاجات پوره کړو .
اللهم حبب إلينا الإيمان وزينه في قلوبنا وكره إلينا الكفر والفسوق والعصيان، واجعلنا من الراشدين، اللهم انصرنا على أعدائنا وأصلح أمورنا واهدنا لما فيه الخير والصلاح في دیننا ودنیانا. آمین
والسلام
د اسلام خادم امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور
۱۴۳۶/۱۲/۸ه ق
۱۳۹۴/۶/۳۱ ه ش
۲۰۱۵/۹/۲۲ م