کور / تازه خبرونه / اجرائيه ريس د نيويارک سفر پر نيمي پرېږدي

اجرائيه ريس د نيويارک سفر پر نيمي پرېږدي

د اجرائيه رئيس د وياند مرستيال جاويد فيصل پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چي اجرائيه رئيس د نيويارک سفر له وخت مخکي پای ته رسوي او بيرته افغانستان ته ستنېږي، څو د هيواد وضعيت له نژدې کنټرول او وڅاري.
هغه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي خپله وينا، چي د پنج شنبې ورځي ته پلان سوې وه، هم نن سه شنبه وکړه او هلته يې هم د خوست د وضعيت او له ترورستانو د پاکستان د ملاتړ يادونه وکړه.
نوموړي پاکستان ته وويل، چي د ترورستانو ملاتړ بس کړي او له نړيوالو يې وغوښتل، چي پاکستان وڅاري، چي خبري او عمل يې يو سي.
ډاکټر عبدالله په خپله وينا کي يادونه وکړه، چي له طالبانو او نورو ترورستي ډلو د پاکستان ملاتړ د بې باورۍ سبب سوی او دا بې باوري به د پاکستان او نورو ښکېلو خواوو لپاره ښې پايلي ونلري.