کور / تازه خبرونه / روزګان: په وسله واله حمله کي قومي مشر ووژل سو

روزګان: په وسله واله حمله کي قومي مشر ووژل سو

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د نامعلومو وسله والو په حمله کي یو قومي مشر ووژل سو .

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چي نن دشنبې په ماښام نامعلومو وسله والو په مرکز ترینکوټ د مهراباد په سیمه کي پر قومي مشر معلم حبیب الله وسله واله حمله و کړه او هغه يي وواژه.

د نایاب په وینا معلم حبیب الله په سیمه کي یو بانفوذه قومي مشر وو .

تر اوسه ددې حملې مسوولیت چا نه دي منلی .