کور / تازه خبرونه / د کندهار سوداګر د کندوز له اوسېدونکو سره مرسته کوي

د کندهار سوداګر د کندوز له اوسېدونکو سره مرسته کوي

د کندهار ګڼ شمېر سوداګرو ژمنه وکړه چي د کندوز له اوسېدونکو سره به مرسته وکړي.
په دې وروستيو کي وسله والو طالبانو پر کندوز وسله وال بريدونه وکړل او د دغه ولايت اوسېدونکو ته يې ځاني او مالي زيانونه واړول.
اوس د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي مالي، صحي او خوراکي مرستي ته اړتيا لري.
د دې لپاره چي له يادو اړمنو سره مرسته وسي، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په ولايت مقام کي غونډه جوړه کړه چي د دې ولايت سوداګرو، صنعتکارانو او د اتحاديو مسوولينو پکښي ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په کندوز کي د روانو حالاتو په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي چي دامهال د خپلو هيوادوالو لاسنيوي ته اړتيا لري.
نوموړي د کندهار له سوداګرو، صنعتکارانو او ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چي له خپلو کندوزي هيوادوالو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.
عزيزي وويل چي د کندوز له پېښي سره يو شمېر مغرضي کړۍ غواړي چي په هيواد کي ژبني تعصب او سمتپرستۍ ته لار هواره کړي، خو په کار ده چي د دغسي کړيو په وړاندي افغانان سره يو موټی سي او د خپلو کندوزي وروڼو لاسنيوی وکړي.
د کندهار والي د غونډي له ګډونوالو وغوښتل چي د مرستو د راغونډولو لپاره دي د سوداګرو له خوا يوه کمېټه جوړه سي او د دې کمېټې په ذريعه دي مرستي راغونډي سي. نوموړي زياته کړه چي د مرستو تر راټولو وروسته دي ټول مرسته سوي اموال او اجناس په شفاف ډول تر کندوزه ورسول سي.
د غونډي ګډونوالو د ولايت مقام دغه اقدام وستايه او ژمنه يې وکړه چي له خپله اړخه به مرستي کوي او نور سوداګر به هم مرستو ته وهڅوي.
د سوداګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير وويل چي د تېر په څېر به د خپل ايماني او وجداني مسووليت له مخي له خپلو کندوزي وروڼو سره مرسته وکړي او د کندهار له شتمنو اوسېدونکو څخه به مرسته راټوله کړي. نوموړي زياته کړه چي ژر تر ژره به يوه کمېټه جوړه کړي او تر کومکونو راغونډولو وروسته به ټوله مرسته تر خپلو اړمنو کندوزي وروڼو پوري ورسوي.