کور / تازه خبرونه / د کتابتونونو ټولنه جوړيږي

د کتابتونونو ټولنه جوړيږي

باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو رياست هلې ځلې کوي چې د نورو بنسټونو د کتابتونونو ترمنځ د همکارۍ او مشارکت زمينه بنسټيزه کړي چې په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ وده او پراختيا ومومي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو د رياست مسوولينو نن دکابل پوهنتون، سلام پوهنتون او د دعوت پوهنتون د کتابتونونو له مسوولينو سره غونډه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو رئيس دواخان مينه پال وويل: د دغې غونډې هدف د کتابتونونو د مسوولينو ترمنځ همغږي ده چې ځوانان زيات د کتابتونونو او کتاب په لور مخه وکړي او ځوانانو، محصلانو او زده کوونکو ته کتابتونونه ښه معرفي شي .
ده وويل: موږ هلې ځلې کوو چې د کتابتونونو په وړاندې پرتې ستونزې ومومو او د حل لارې چارې يې ولټوو.
مينه پال دغه راز يادونه وکړه: دوى هلې ځلې کوي چې په هېوادکې دکتابتونونو ټولنه جوړه کړي .
ده د لوړو زده کړو له موسسو څخه وغوښتل: هغه علمي کتابتونه او مواد چې نوي چاپ شوي دي؛ دکتابتونونو په واک کې ورکړي چې کتابتونونه بډاى شي.