کور / تازه خبرونه / د مالیې وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

د مالیې وزیر په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

۱۴ میزان ۱۳۹۴: د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د تلې د میاشتې په ۱۴ مه د خپل کار په دفتر کې د روسیې له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیتسکی سره لیدنه وکړه.
دواړو لوریو په دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي مسایلو بحث او خبرې وکړې او همدا راز یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې په زیاتوالي، د پانګونې څخه په ملاتړ او نورو مهمو موضوعاتو د افکارو تبادله وکړه.

د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو تجارتي او اقتصادي همکاریو دویمه ناسته د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د روان کال د سنبلې د میاشتې په ۱۱ مه په ریاست جمهوري کې جوړه شوې وه او تمه ده چې د افغانستان او روسیې د ګډ تجارتي او اقتصادي همکاریو دریمه ناسته د ۲۰۱۶ میلادي کال په اوایلو کې په کابل کې جوړه شي.