کور / هراړخیز / د قاضي له لړمانو ډک قبر

د قاضي له لړمانو ډک قبر

كيسه

وایي، کوم بیچاره کس د پاچا لور غوښتي وه. پاچا دا دې لپاره، چې هم یې لور ورته ور نه کړي او هم سرګردانه وي، د بهانې په ډول ورته وویل: که غواړې چې د لور خاوند مې شي نو یوه بوجۍ لړمان راوړه!

بیچاره سړی هره خوا سرګردانه ګرځیدو، خو بریالی نه شو. د کوم خیر رسوونکي سپین ږیري پرې فکر شوی و او د سرګردانۍ علت یې ترې پوښتلی و. بیچاره سړي ور سره خپله کېسه شریکه کړي وه. خیر رسوونکي سپین ږیري ورته لارښوونه وکړه، چې د کوم قاضي قبر ته ورشه، قبر یې پرانیزه، چې څومره لړمان دې په کار وي، کوالی شي تر لاسه یې کړي. بیچاره سړي همداسي وکړل او پاچا ته یې د لړمانو ډکه بوجۍ مخکي کیښوده. پاچا د بوجۍ په لیدو حیران شو او و یې ویل: اووووه! دومره لړمان دې له کومه کړل؟ بیچاره سړي هم ریښتونی ځواب ورکړو: پاچا سلامت! که تر دې لا ډېر دې هم په کار وي درته راوړلی یې شم.

پاچا سلامت وویل: له کومه ځایه یې راوړي؟
بیچاره سړی: د قاضي له قبر څخه!
څوک چې غیر قانوني او ناسمې پریکړې کوي، همیشنی کور (قبر) یې له لړمانو څخه ډک وي.