کور / تازه خبرونه / طالبان:د کابل کندهار لویه لاره وتړل شوه

طالبان:د کابل کندهار لویه لاره وتړل شوه

طالبانو خبر ورکړ چي ددوی په وينا د عزم عملیاتو په لړ کې يې دخاصو نظامي ایجاباتو له امله نن سهار د کابل کندهار لویه لار په مطلق ډول وتړله.
ذبيح الله مجاهد په وينا دغه اقدام یو نظامي او تکتيکي اقدام دی چي په دې سیمه کې د یو لړ جهادي عملیاتو لپاره ترسره شوی، په همدې اساس په دغه لاره ټولو تلونکو راتلونکو مسافرو، تجارانو او نور هیوادوالوته خبر ورکول کیږي چې د لارې د خلاصیدو تر وخته په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.
د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي دوی وايي چي د هیوادوالو ستونزې او ضروریات په نظر کې لري، اود مطلوبو موخو له ترلاسه کیدو وروسته به سمدستي دغه لار د خلکو پرمخ پرانیزي.
طالبان خبردارى وركوي چي دغه لاره اوس په ټولیزه توګه تړل شوي.څنګه چي دا خبرپاڼه څو دقيقې مخکي خپره سوه دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.