کور / تازه خبرونه / په کندهار ښار کي ناپيژاندو وسله والو د يوناما کارکوونکې ووژل .

په کندهار ښار کي ناپيژاندو وسله والو د يوناما کارکوونکې ووژل .

ناپيژاندو وسله والو د کندهار ښار د څلورمي امنتي حوزې اړوند د شاه بازار په سيمه کي د ملګرو متلونو د سياسي څانګي ( يوناما ) د کندهار د دفتر کارکوونکې سعيده مشهوره په تورپيکۍ ووژل .
پېښه نن سهار نهه بجې مهال رامنځ ته سوه .
سعيده مشهوره په تورپيکۍ پنځه کاله وړاندي په کندهار ملي راډيو کي د نطاقي په توګه هم دنده تر سره کړې وه .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک يوازي د پيښي پخلی کوي او وژل سوې ښځه ډاکټره ښيي .
د هغې د وژلو مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .