کور / تازه خبرونه / کندهار: د ۳۷ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار: د ۳۷ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

په کندهار کي د ( ۳۷ ) وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .

د کندهار امنتي چارواکي د دې ولايت په غورک او شاولي کوټ ولسواليو کي د ( ۳۷ ) وسله والو د وژلو خبر ورکوي په غورک کي تيره اونۍ وسله والو طالبانو پر يو شمير امنتي پوستو بريدونه وکړل ، چي د کندهار امنتي چارواکو يې هم په وړاندي عمليات پيل کړل .

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چي د تيرو دوه ورځنيو عملياتو پر مهال په غورک ولسوالۍ کي ( ۲۵ ) او په شاولي کوټ ولسوالۍ کي ( ۱۲ ) وسله وال طالبان وژل سوي دي .

نوموړی وايې ، وسله والو طالبانو پلان درلود چي امنتي ځواکونه په غورک ولسوالۍ کي په جګړه کي بوخت وساتي خو امنتي ځواکونه پر ټولو سيمو کلکه ولکه لري .

ضيا درانی وايي ، چي د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خپله د غورک په عملياتو کي دی او دا مهال هم دوام لري ، هغه د امنتي ځواکونو لوري ته مرګ ژوبله ردوی .

وسله وال طالبان وايې ، چي په غورک ولسوالۍ کي يي د تيرو څو ورځو راهيسي جګړې پيل کړي دي او افغان ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده ، خو امنتي چارواکي د طالبانو دا ادعاوي ردوي .