کور / هراړخیز / که نن ماشوم سبا پلار دی

که نن ماشوم سبا پلار دی

دا ليكنه داکتوبر اتمه دماشومانونړيواله ورځي په مناسبت ليكل سويده .

ددوستۍ فرهنگی ټولنه دماشومانو دنړيوالی ورځې په مناسبت دنړۍ ټولو ماشومانو او دهغوي درنوميندو او پلورته ته دزړه له کومي مبارکي وايي .
زموږ یوازنۍ هيله داده چې نړيوال زبرځواک دنړۍ ماشومان او دهغوي کورنۍ دخپلو سياسي ،پوځی او اقتصادی گټو قرباني نکړي .ماشوم مور او مور ماشوم ته دگډبشری ژوند ددوام لپاره اړتيا لري ،ښه به داوي چې دسرمايي خاوندان دخپلو مخو لپاره دا بشری او انسانی جونگړه قرباني نکړي .
دماشومانو ژوندته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه د هيوادروښاني اوډاډمنې راتلونکي ته لار پرانيزي .
داليکنه ما څوکاله پخوا پدي اميد وليکل چي ډېر ژر به دنړيوالو زبرځواکودوعدوله مخې چي ويل یې موږ به داسي افغانستان جوړکړو چي نړۍ به یې ننداره کوي وليکل .خو تر اوسه نړئ زموږ دهيواد دهغو ناخوالو ننداره کوی کوم چې زبرځواکودهغو دلمڅی ټولولو وعده موږ ته راکول . متاسفانه دادغم لمڅی ټول نسو اوزموږ دهيواد ماشومان نه يوازي داچي دهوسا اوبسيا ژوند څښتنان سول ،بلکي پسله ۱۴ کاله دنړيوالو زبرځواکودشتون په پايله کي اوس همدا اروپا، استراليا،امريکا، کاناډا،افريقا ددوي لپاره چي له افغانستان نه فرار کوی داوسدېدو ځاي نسي پيدا کولاي .
پدې خاطر نه غواړم پدې ليکنه کې لاسوهنه وکړم اوپدي لاسوهنه کي دچارواکو نومونه بدل او دتلفاتو شمېر زيات او ياکم کړم .ځکه دا هر څه زما پر ولس اوزما دولس پر ماشوم تېرېږي همدا اوس تېرېئږي .
راځو ليکنې ته :
درنو هيوادوالو !
دجون دمياشتي لومړی ورځ هرکال دماشوم دنړيوالي ورځي په نامه لمانځل کيږي .پدې ورځ په ټولو هغو موسيسو کي (ښونځيو،وړکتونونه اونوروځايو) کي ماشومانوته دځانگړوپروگرامونوپه طرڅ کي ډالي ورکول کيږي . په نړيواله کچه په مطبوعاتوکي دماشومانو دژوندپر اقتصادي ،ټولنيز اوفرهنگی اړخونو اوهغو ستونزوپه اړوند خبري کيږي کوم چي دوي ورسره لاس په گرېوان دي . په ر ښتيا سره پدې ورځ ماشومان اودهغوي ميندي ډير خوښ وي اودخپلو ماشومانو سره دخوښۍ محفلونه جوړوي .مگر زموږ ماشوم دخوښيو اوخوشحاليونه له ډير پخوانه محروم شوی .دهيچاپر خوله افغاني ميړنۍ مورته دماشوم دورځي په مناسبت دمباره کی ويلوکيلمه نه راځی . ځکه زه هم پداسي شرايطو کي چي هري خواد بارو توبوي ،لوخړو اودمرميواو ازنيولی ،هري خواموردخپل بچی زنې تړي دمباره کی ويلو اوخوښيودخبروپر خوله راوړلوجرأت نشم کولاي .
پوهيږم هغه به راته ووايي کومه ورځ ؟
دکوم ماشوم ورځ ؟
پرما اوزما پر ماشوم رڼا ورځ شپه ده! جشنونه خودي هغه نيسي کوم چي ماشوم يي خاندي ،بازۍ کوی ،دبازيو اوساعتېريو توکي لري ،په نس ماړ ه اوپه تن پټ وي ،زماماشوم خو هيڅ نلري ،هغه وږۍ ،تږۍ دي،اوله هر هغه نعمت نه محروم نه دۍ چي ديوه ماشوم دلويدو لپاره اړين دي . ته دهغه ماشوم ورځ راته نيکمرغه بولې چي تر پنځنيم ميليونه زيات يي له ښونځۍ نه محروم دی ؟ اوکه دهغه ماشوم چي په هيڅ نه پوهيږي پلار يي دکورنۍ دنوروغړيو دژوندي ساتلو په خاطر په پيسو خرڅوي ؟ که دهغه ماشوم ورځ لمانځې چې همدا اوس ئې شاقه کاراويادښارپه واټونو کي دخيرات راټولولو په ماشوم توب کي ملاورکړوپه کړې ده ؟يا ته دهغه ماشوم دورځی مباره کي راته وايي چي شمير ئي تر دو ميليونو اوړی اود خوراک هيڅ شۍنلري ،يوازي په يوشواروز کي ئې مور يا پلار گېډه په يوشۍ ورډکوي؟او يا دهغې ماشومي انجلۍ ورځ چي دشتمنيو خاوند ته دپيسواو يابديوپه مقابل کي ورکړه سوې او ياورباندي پلورل سوې ده ؟
رښتيا خو دا ده چي زموږ په هيوادکي بيله دولتي چارواکو،جنگسالارو،تنظيم سالارو اوگوندسالارو دهيرو ئينودپټو اوښکاره سوداگرو له اولادونه پرته نورماشومان هيځ نلري اونه هم دوي ته دانسان په سترگه کتل کيږي .که ددولتي چارواکوکړنو ته پاملرنه وکړو دافکر به راسره پيداشي چې داټول دچور لپاره راغلي اود افغان ولس وينه ځبېښې . ځکه نوولس له دغو ښاغلو نه هيردۍ اوپايله يي داسوه چي : همدا نن په هر نيم ساعت کي هغه مورچي نوی ماشوم دنيا ته راوړي دژوند دحداقل امکاناتو دنه لرلو په خاطر ژوند دلاسه ورکوي ،دا په دې معنا چي هر نيم ساعت يو ماشوم بي موره اوبې سرپرسته کيږي ،داچې څومره ماشومان له موره مړه اويا معيوب دنياته راځی هغه دچا خبره يومستوفی ئې نه سي شميرلاي .

داده د ازادبازاراوداميدواری په وخت کي افغاني مورته ددولتي اړونده چارواکو دځانگړي پاملرنې ‌بېلگه
د قدرت پرسرجگړې تر دريو لسيزو زياته موده کښی نه يوازی دافغانستان مادي او معنوي شتمنی تالا او له منځه وړې، بلکي هر څه له خاورو سره خاوري شول .زموږ باتوره اولس ته داسي ناخوالی په ميراث پاته شوې چي دهغو يادول او دهغه په هکله څه ليکل شرم بريښي . ولي چوپه خوله پاته کيدل ،څه نه ليکل اوهغه له پامه غورځول ، لوړپوړي چارواکي اونړيواله ټولنه هغه ته نه متوجه کول هم زما په فکرد راتلونکي نسل او دهغوي دراتلونکی ژوند سره ستره جفا ده .
که پدې لعنتي جنگ کښي ځنگلونه وريبل شول،ويالې اوبندونه ويجاړ شول ،هغه څه ناڅه فاريکی اوکارخاني چی مودرلودې په ويرانه بدلې شوې او يا انفجار ورکړه شواوپرزې يې دپيښاوراوکوټي په بازارونوکی وپلول شوې،ملي موزيم اوملی ارشيف چورشو،دولتي ودانيوته زيان ورسېد،ميزاوچوکۍ غلا اوخرڅ شول ،تايخی اثار او ابيدات داروپا او امريکا په بازارونوکی ليلام او يا له منځه ولاړل طبعي ده چي داټول دردونکی او غمجنې پېښي زموږ دهيود لپاره لويه فرهنگي اقتصادی اوملي غميزه وه ،مگر کېداي شي په شکل داشکالو هغه جبران شي ،خوهغه بشري ناورين چي دهمدې ناخوالواودقدرت پر سر سیاليو زموږ ماشومان ورسره مخا مخ کړه اوهمدا گړۍ ورسره لاس په گريوان دی جبرانول ئې ناشونی برېښي .
يومتل دۍ وايی :« غم لره ئې ته پيداکړې کوسيه » لکه چي افغانا ن له آزله د دغوبدمرغيولپاره پيدا شوی دي ، متاسفانه دوي په تاريخ کښي ارامه او خوښه ورځ نده ليدلې اونه ئی دارامۍ گوله پخوله کړې ده. داپنځه ديرش کاله سياسي ناخوالودافغانستان اقتصادي بنياد ويران اوټولنيز جوړښت ئې گډوډکړ .سره لدې چي اوس دپخوا په پرتله دنړۍ زيات شمير هيوادونه دافغانستان دبياجوړونې اوپه دې هيوادکې دسولي او امنيت دټينگښت لپاره يوازي په پوځی بڼه تر ۵۰ زره زيات پوځيان دلته ځاي پر ځاي کړي اوپه ميليارډو ډالر ئې پدي اوه کاله مصرف کړې دي .مگر متاسفانه له کومه ځايه چې ددې نظام کوم چې دوي ئې شاته ولاړدی خښته له هغه لومړی ورځی دڅارگريو ادارو دمعلوماتو اودهغوي دپلويانوپه خوښه کږه ايښودل شوې ده داتعمير همدا شان کوږدجوړېدو په حال کښي دی ،اوله دې امله هيڅوک ورباندي اعتبارنه کوی اوترې ډارېږي .
پر ځاي ئي ويلي دي : سنگ اول چون نهد معمارکج ​تاثرياميرود ديوار کج
په افغانستان کي د۳۷ هيوادودمستقيم شتون په حالت کښي بيا هم افغانان دلاندي ستونزو سره لاس او گريوان دي :
۱/ سوله نه يوازي داچي تأمين نشول ،نوره هم ټکنۍ شوې ده . له همدې امله دهيواد راتلونکې له جدې گواښ سره مخامخ ده .
۲/دنړيوالودڅېړنيزوراپورونو له مخې تر((۲۰۰۰ )) زياتي وسله والي ډلې همدا اوس په افغانستان کي فعالي دي اوپه هيوادنۍ ناامنتوب کي پراخه ونډه لري .البته پدې شمير ه کي پاکستاني ،ايراني او افغاني طالبان اودگلندين حکمتيار ډله ندي شامل .
۳ / دطالبانوځواک چې دامريکا لخوا د۲۰۰۱ کال د هوايي اوځمکنيو بريدونوپه پايله کي وځپل شو،دډيرلږ وخت په تېرېدوسره په لومړئ سرکي دامريکا اوراوپايي ټولنې تر حمايي لاندي مؤقتي ،انتقالی اوانتخابي ادارودمشرتابه اوجگپوړولخوادافغان ولس سره بې پرواکړنې ،زورونې ،اداري فساد،دشناخت اوتنظيمي اړيکوپر بنياد په دولتي څوکيو کښي دغيرمسلکی کسانو په دندو گمارل ،دولس په زيان مصلحتي سياستونو پلي کېدل ،دجنگسالارو اوتنظيم سالاروپه قدرت کي پاته کېدل ،په دولت کي دزياتي ونډي دترلاسه کېدوپر سر ناوړه سياليواونورو ناخوالو پايله داشوه چي ددولت اوخلکوتر منځ واټن پراخ اودطالبانو تبرته ئې چې دپاکستان ،ايران اوپه سيمه کښي ديوشمير نوروهيوادوله بې ساري مرستو څخه برخمن دي داسي غښتلي کړل چې اوس دناټواو ايساف ځواکونه هم حيران پاته دی چي ددې مخالف سره دجگړې کومه لار غورکړی .
۳ / په دولت کي دولتونه چي داقتصادي ،سياسي اوهيروئينې مافيادولتونه ئي نومولاي شو جوړ شوی دي اوهر يودنړيوالی ټولنې دهغو اقتصادي اومادي مرستو څخه چي دافغان ولس سره دمرستي لپاره افغانستان ته رارسېږي په خپله گټه اودخپلو موخو لپاره ترېنه گټه اخلي .
پايله داشوه چي له پخوا نه راپاته فابريکې ،داوبوبرېښنا بندونه يوازي داچي دوباره احيانشول بلکه دازادبازار دسياست په نامه اوياداچي دولت دهغودکنترول اوپر مخ بېولو توان نلري په دولتی چارواکو پوري تړلوکسانو باندي يوپه بل پسې پلورل کيږي .مالداري اوزراعت له پامه غورځېدلۍ دی ،دمالداری اوکرهڼې په برخه کي سره له دې چي افغانستان کرهڼيز اومالدار هيواد دی ډيره کمه پاملرنه شوې ده .که چيري دولت پر خپل وخت کرهڼې اومالداری ته اړينه پاملرنه کړې واي اوپدي هکله ئي دولتي سرمايگزاري کړې واي اوس به دالوږه پدې کچه نه واي زورونکې .متاسفانه دهمدي دولتي ادارو لخوا په ويجاړ اوسوځېدلي افغانستان کي دپر مخ تللی اروپا يا امريکا ته ورته اقتصادي سياست پلی کيږي چې پايله ئي همدا بشري ناورين شو.
۴ / دکوکنارو دکرلو،پلورلو اوقاچاق کاروبار دټولوتر سترگو لاندي په خپل قوت سره روان دی ،همدا دهيرو ئينو مافياده چې په افغانستان کي ئې سوله هم له گواښ سره مخامخ کړېده ،ځکه په سوله کښي دکوکنارو کرکېله ستونزمنه برېښي . پدې څلور کاله دميلينو ډالرو اوايورو په لگښت دکوکنارو بديل پيدا نشو!
۵/ له يوې خوا پورته يادشوی لاملونه اوله بلې خواپرله پس وچکالي ددې لامل شوه چي همدا اوس افغان ولس له ډيرو اقتصادي اوروغتيايي ستونزو سره مخامخ دی . دولت چي دولس په وړاندي مسؤيت لري ددغوستو نزو په وړاندي هيڅ ډول تياری نه درلوده اونه ئي پدې هکله فکرکړئ دی .
له تير ژمي نه تر اوسه پوري زموږ خلک په ډيرو زورېدونکو شرایطو کي ژوند کوي ،دبيکاری ،قحطۍ اوبې کچی لوړونرخونو له امله دخلکو پيغان آسمان ته پورته کيږي ،دخلکو اقتصادي توان دصفر کچی ته تقرب کړئ اودخوراکي توکو درانيولو هيڅ توان نلري ،دا دردونکی حالت زموږ دهيوادپه تايخ کي مثال نلري . داناخوالی پداسي شرايطوکي رامنځته کيږي چې دنړيوالي ټولې لخوا افغانستان ته پدې شپږو کلوکي په ميليارډو ډالر راغلي دي . په افغانستان کي دملگروملتو دفتر (یونیما) پخپل خپاره شوی گزارش کی اعلام وکړ سره لدې چې په تيرو شږو کلونوکي ‪ ۱۵‬میلیارده ډالره مرسته شوې بياهم ‪ ۴۲‬ په سلو کي افغانان دفقراوغريبۍ په ډيرو ټيټو شرايطو کي ژوند کوي . 27 حمل 1387خبرزگزاري صداي افغان
دافغان او لس دريمه برخه يانی تر « شپږو ملينو» زيات نارينه او ښځي لوي او واړه يوه گوله وچه ډوډۍ نلری اودرې ميليونه په ۲۴ ساعته کښي يوځل خپله گېډه په کوم شی ډکوی .
دوکلو پر له پسې وچکاليو زياتي کورنۍ دېته اړيستل چې خپل ماشومان ددي لپاره چي ژوندي پاته شي پر نوروپلوري ،يعني ماشومی انجونې دپيسو په مقابل کي ياپر زاړه سړي اويادپيسو خاوندي کورنۍ پر ماشوم يا چوان پلوري .په زرهاو کورنۍ دوباره اړې شوې چې خپل ټاټوب پرېږدی اودوباره پاکستان اويا اران ته که وکړي ،ياخوه افغانستان کي سرگردانه گرځی ،داچي څوزره کورنۍ دپوځی عملياتو څخه دېته مجبوري شوی خپل کور اوکلۍ پرېږدي حساب ئي دښاغلي کرزی صاحب ددولت له اړونده چارواکوسره بايد موجود وي .
سره لدې چي پدې اقتصادي اوسياسي ناخوالو کښي ټول هيواد کړېږي ،مگر تر ټولو زيات دردونکی حالت دمور اوماشوم ورځنيز ناخوالي اودژوند شرايط دي . زموږ ماشومان چې دسبا پلار اويامورده په ډيرو زره ونکو اوزړه بوږنونکو حالاتوکي ژوند کوي .
دماشومانوپه اړوند ديونيسف دسازمان په خپاره شوی راپورکي راغلي چې افغانستان د تيرو ۲۰ کلونو راپدې خوا په اضطراری حالت کي قرارلري ،ځکه ددي هيواد زيربنايي ساختار اوجوړښت له منځه تللی دی .
دوي واي چي ۲۲ ميليونه افغانان چي دټولو وگړو ۷۰ په سلوکښي شمير ل کېداي شي دفقر اوډيرو بدو اقتصادي شرايطو کي ژوند کوي .(( ۴۰)) په سلوکي تر دريو کالو واړه ماشومان دبې وزنۍ او۵۴ په سلوکښي دنورمال لويدواورشدله ستونزي سر مخامخ دي .په سلهاوو زره ماشومان اوميندي دوچکالی اولوږي له امله له خپلو کورونوڅخه فرار ته اړشوی دي . دهمدي سازمان درپوټ له مخې په تيرو دووکلونوکښي دوچکا لی او لوږي له امله ((۷،۴)) ميليونه ماشومان چي تر پنځه کاله کم عمر لري په جدي سوء تغذیه او۵۴ په سلوکي په بده سوء تغذیه اخته دي . 8 صبح : 3 دلو 1386

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د سويلي اسيا استازى ډان ټول وايي : په افغانستان کې په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٠٠ ماشومان د داسې ناروغيو له امله مري چې د هغه په وينا درملنه يې خورا اسانه ده ژوند دلاسه ورکوي . اما محمد امین فاطمی دافغانستان دروغتيا وزير وايي سره لدې چي ۶،۵ ميليونه ماشومانوته دوټامين A واکسين پېچکاري شوی دی بياهم همدا اوس تر ۲۰۰ زروماشومانو او ۴۰۰ زره تنو ميندوژوند له جدي خطر سره مخامخ دي .محمد امین رامین وزیر زراعت دامنی چي همدا لحظه تر دو ميليونواو۵۵۰ زره ريات کسان خوړوته عاجله اړتيا لري . BBC
د ملگرو ملتونو د بشري پر مختگ وروستى رپوټ د افغانستان په پر مختگ کې ښه والى ښيي خو زياتوي چې لاهم ٧٠په سلو کي افغانان په ډيرې بې وزلۍ کې ژوند کوي .
اما محمد امین فاطمی دافغانستان دروغتيا وزير وايي سره لدې چي ۶،۵ ميليونه ماشومانوته دوټامين A واکسين پېچکاري شوی دی بياهم همدا اوس تر ۲۰۰ زروماشومانو او ۴۰۰ زره تنو ميندوژوند له جدي خطر سره مخامخ دي .محمد امین رامین وزیر زراعت دامنی چي همدا لحظه تر دو ميليونواو۵۵۰ زره ريات کسان خوړوته عاجله اړتيا لري . BBC

په ډيره وحشيانه بڼه زموږ دماشومانوله تنکی انرژی نه دشاقه کارو لپاره کار اخيستل کيږ ي .پدي موخه دانسانانو دقاچاقبرانو لخوا له ننگرهار،کنړ لغمان، نورستان ،زابل ،غزني ،هلمند ،هرات بادغيس او شمالي ولايتونه په سلهاووماشومان (هلکان او انجونی) د پاکستان او ايران په بازاروکي پر بډايانو اوعربی شيخانو باندي په ځانگړو هټيو کی پلورل شوي او دالړۍ روانه ده . همدا شان په سلهاوو ماشوما ن ددغو سړې وژنکو لخواپرهغو پلورل کيږي کوم چې هغوي بياپه ډيره ظالمانه توگه زموږ دنازولوماشومانو دبدن غړي په بهر کی پر هغو پلوري کوم چي ورته اړتيا لري اودپيسو خاوندان دي . زموږ دماشومانو دوجود غړي دهمسايه هيوادو دقاچابرانو لخوا پيرودل کيږي او زموږ په هيوادکي ځيني حرفوي وژونکې چي داديرش کاله په انسان وژنه ندي ستړي شوې اوس د نورو زياتو پيسو دلاسته راوړلو لپاره ماشومان تښتوی او بيايی دبدن غړي دهمسايه هيوادوکي پلوري .
دعينی او مؤثقو دلايلو اوبيلگو پر اساس د ماشومانو قاچاقبران زموږ دغمځپلي اولس له خوارۍ او غريبۍ نه په ناوړه گټي اخيستنی سره په مرکز،ولاياتو اوليری پرتوکليوکی داړوفاميلو نه په « ۱۰۰ يا ۲۰۰ ډالره» دهغوي ماشوم رانيسي اوبيا ئي پرپاکستانيانو ايرانيانواوپدغو هوادوکي پرعربي بډايان او شيخانوهم پلوري ،تر څو ددغوعربی شيخانو داوښانوروزنه سرته ورسوي . ويل کيږي چي په لسهاو افغان ماشومانو دعربی شيخانوددغه ظالمانه کارپه پايله کي چي دلمر دوړانگو دتودو خي درجه تر« ۵۰ » درجو پوري رسيږی خپل ژوند دلاسه ورکړی اوپه عربي صحراکي دمرغانو خوراک گرځي،رښتيا هم که دغه ماشوم په دغه دښت کربلا کي قربانی شي اوژوند دلاسه ورکړي څوک نلرې چی دعربی شيخ نه ددغه ماشوم دژونداومرگ تپوس وکړي او نه خو داعربی شيخان وجدان لری چي هغه ته ځان مسؤل وگڼي ، همدا اوس هم پدی دښتو کی ډير و افغان ماشومانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړي او غوښي ئي دهوا مرغانو خوړلی دي .
دهمدغو ماشمانو له جملي نه بختورهغه دۍ چه په سعودي عرب ،ډوبۍ اونورو عربي هيواو، پاکستان اوايران کی دفقر او پيسودراټولولويادکوردکارو لپاره رانيول شوۍ وي . په پاکستان او ايران کښی په دغو ماشومانو هغه کارونه سرته رسوی چی په هيڅ مذهب کي رواندي او نه هم په کوم قانون کي دداشان درنو کارونوسرته رسول دماشومولپاره جواز دۍ .په مطبوعاتو کي څو ځله داخبر خپورشو چي افغانی ماشومانوته په پاکستان او ايران کښي دکار دمزدوری په مقابل کي نشيئ توکي ورکول کيږي ،متاسفانه چا غور پرونه گراوه .که د قانون له مخي هلته پر درانه کاربند يز لگول شوۍ هم وي خو په ټپو ځايو کی ښاغلي پانگوال داځان ته حق ورکوي هر څوک په هغه کار وگمارې چی دوي يې غواړي ،همدا اوس په ايران کي هغه ځايونه چي دوي ورته سردخانې وايي دافغان ماشومانوڅخه ډکي دي اوهلته په ډيرو ناوړه شرايطو کي کار اوژوند تر سره کوي .
ځينی اخوندان او ملايان بيا يو شمير ماشومان دمحتاجو والدينو څخه پدې نامه تر لاسه کوی چي گويا دغه ماشوم به په پاکستان ،ايران او يا بل کوم ځاي کی په مدرسوکی تعليم وکړي « والله علم» ، په حقيقت کي ددغو ماشومانو مغزونه په ځانگړو مدرسو کي داسی پرېولل کيږی چه هغه په زياته خوښۍ ا وسپيڅلې عقيده دځان وژنی ترورستی عمل ته تياره وي . «دازادۍ راديو سره دبغلان ولايت امنيه قوماندان مرکه 12.11.2004» .
سوال دادۍ که داسلام دسپيڅلي دين څخه په استفادي سره يوازي دسياسی واک دتر لاسه کولو او چوکيو خپلولو پخاطر ځان وژنه او يا بل بيگناه انسان وژل په آخيرت که اجرونه لري ؟ نوهيچا تر اوسه ند ی او رېدلي چي د تنظيمو رهبران ،اوشيخان دي پخپله او يا پخپل اولاد پسی بمان وتړي او هغه دي دځانو ژني عمل ته وهڅوي او يا دي ددوي نازولي په غرورغوکی په لوږه او تنده شپي او ورځي تيری کړی .
سوال دادۍ چی ولی افغان ماشوم بايد تروريست اوځان وژونکۍ شي؟ ايا هغه حق نلري چه سالم تربيه ترلاسه کړی، ديو پوه اوعالم انسان په توگه دټولنی په جوړيدوکښی برخه واخلي ؟ ايا دبيوزلو اولادونه دا حق نلری چي دخپل هيوادرهبري مقامونه تر لاسه کړي ؟ هميشه بايد دوي همداشان خوار اوزليل وی ؟ اوياپه ځان پسي بمان وتړي چي دا ياهغه ډله دولتي قدرت ترلاسه کړي ؟اوهغه بايد ښه ژوند ونلري ؟ داډول تقسيم له انصاف او عدالت نه ليری ندۍ ؟ هغه دېدړي خبره دسړي ورپيساد شي چي وايي داويش دي له چانه زده کړی دی ؟؟؟
دنړيوال بانک دهغو چارواکوپه ويناکوم چي دمعارف دښه کېدواوپراختياپر دوهم پروگرام کارکوي ،څرگند وي چي همدا اوس هم تر پنځنيم ميليونه زيات ماشومان دښونځۍ نه محروم پاته دي ،خوزه پدي باوريم چي تر دې شمېرې ډير زيات افغان ماشومان اوپه ځانگړې توگه بېچاره انجونې دتعليم اوتحصيل څخه په مختلفودلا يلوليري پاته شوی دي اودولت ددوي دستونزودحل لپاره کوم اړين اوپرځاي اقدام ندی کړی . شبکه اطلاع رساني ۱۷ مارچ ۲۰۰۸
– داچي دافغانستان په شمالی او ځينوغربي ولاياتواولوگر کی په زياته کچه يو شمير ښاغلی اومحلی قو ماندانا ن په تنکيو ماشومانو د انجونوکالي اغوندي دخوښيو اوخپلو شخص محافلو کښی ئی گډه وي او دهمدغو ماشومانو پر عزت جنسي تيرئ کوي يوه اصطلاح ده وايی «هلک ساتي» ،داستونزه په هيوادکښي له ډيره پخواموجوده وه،خو هغه وخت هم دا کاراخلاقی خرافات وه او روڼ اندو ورته دنفرت په سترگه کتل که څه هم متاسفانه زموږ ملاصاحبانو اوديني عالمانوددغه غيری اخلاقی اوغيری ا سلامی عادت اوکړنې وړاندي نه هغه وخت او نه هم او س خپل غوڅ دريز څرگند کړئ دی ، اونه يې ددغه کارپرخلاف تبليغ کړی،ا وس چی قوماندان صاحبان اوځيني ښاغلی هلکان ساتی دادمقابل جنس دمحروميت له وجی نه بلکه نيهايی عياشی ده، اولمن يی دومره پراخه شويده چي اوس نه يوازي داچی نړيوال ورباند ی تبصری کوی زموږ لپاره هم بايد تکان ورکوونکې اويوه ه شرمه ډکه لويه ستونزه وي؟که هلکان ساتنه اوله هغوي نه جنسي استفادې اورخسو نه که همداشان خپل سرته پريښودل شي پايله به ئی داوي چي په راتلوونکی کښی به موږ زيات شمير داسی ځوانان ولرو چی دهغوي عزت اوغرور به دهغو له لاسه مات شوۍ وي کوم چي داوطن يی په يوه او بل نامه په کنډوالو بدل کړاولائي ملاورته تړلې ده . زه نه پوهيږم ايا دغه کار ته په اسلام کی جواز شته؟ که نشته نو بيا دا فتوا گر چيری او په څه مصروف دي چي دغونارواوو ته چوپه خوله پاته دی .په پارلمان کي وکيلې اغلی شکريې بارکزی يوه ورځ ډير پرځاي خبره وکړه ،هغه وويل ((ځينوپه هندي فلمواوسريالوپسي را اخيستې ده هغه چې پر ماشومانوجنسي تيرئ کيږي دهغو په هکله ولي چوپه خوله پاته دي ؟))فکرکوم زموږ ددينی عمانواودمسجدودخطيبانوتبليغ پدې هکله تر هرچا ددغي بدمرغی اوانسان پرحقوقواوعفت دتيری پر ضدگټور تمامېداي شي . داخلاقي فساد،ځان وژنواونو رو هغوکړنو چي انسان ته تاوان رسوی پر خلاف تبليغ ښه اوپر ځای کاردۍ،نه داچی يوازي دهندی سريالوپر خلاف دبل په اشاره فتواگاني صادرول ،او ددولت په هغوکاروکي مداخله کول کوم چي په دوي پوري هيڅ تړاونلري .
په افغانستان کې يو شمير مدني ټولنوهم دهغه څه په وړاندې چې له ماشومانو سره يې د جنسي تيري د لړۍ ډيريدل بللي دي انديښنه ښودلې ده،او له حکومت څخه غوښتي دي چې هغو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي چې پر ماشومانو جنسي تيرى کوي .همدا شان دغو ټولنود افغانستان له ديني عالمانو هم غوښتي دي چې د اسلامي ارزښتونو، دهيواد د اساسي قانون او د نړيوالو تړونونو له مخې د ماشومانو ملاتړ وکړي او د دغه تاوتريخوالي پر ضددې دجهاد اعلان وکړي . bbc2008 ,16 اپريل
ډير لږ موده پخوا ځينو په اصطلاح سياست والو په راډيو گانو اوليکنوکی ددي لپاره زيات تلاښ وکړ اودالړی همدا اوس هم روانه ده چي ددموکراسۍ نه «به بويا بلا » جوړه کړۍ اوخلکوته داسي څرگنده کړي چی دموکرا سي دولسونو په گټه نده . دوي داکار ځکه کوي چی زموږ په هيواد کي ددموکراسی په پلي کېدوکښي ددغو سياست والو،ډلو ټپلو اودهغوي دبهرنيو پلويانوگټه نشته .دوي هميشه يو شۍ پخپلو خبروکی زيات تکرار وي « دموکراسي خو په غرب کی ده هلته نارينه له نارينه او ښځه له ښځي سره واده کوي » که څه هم په غرب کی داکار له دموکراسئ سره هيڅ تړاونلري او نه هم دغه ته دموکراسی ويل کيږ ي ،دموکراسی بېل مفهوم اوتعريف لري . داکار په غرب کی هم داخلاقی نورمونو خلاف عمل گڼل کيږي معقول خلک اوکليسا ئی مخالفه ده ،خو ددي ټولو سر ه دغرب په مطلق اکثريت هيوادو کي دپيسوپه مقابل کي دکوچنۍ انجلۍ رخسول او يا دهغوي نه جنسي استفاده لوي ترين جرم گڼل کيږي له شپږو نه تر دريو کالو دزندان جزا ورکول کيږي ،دبېلگې په توگه په سويډن کي حتادلويی ښځی نه دپيسو په مقابل کی جنسی استفاده قانونی جرم او دزندان سزالري ،دا ځکه چي دوي وايی : دانسان له اقتصادي مجبوريت نه ناوړه او دځان په گټه استفاده د انسان پر حق تيرئ دی .په ټو لوهيوادوکي دواده لپاره د۱۸ کالوعمر پوره کول قانوني سن ټاکل شوئ دی په وړکتوب کی څوک حق نلري واده وکړی .خو زموږ په هيواد کي داقتصادي ستونزو نه په گټو پورته کولو سره دادۍ اوس هلکان ساتنه او انجونوسره دقانونی سن دپوره کيدو نه د مخه ودونه او يا له هغوي نه ناوړه جنسی استفا دې په يوه عنعنه او دځينو تر منځ په سياليو بدلي سوی دي . ولي دا د دموکراسۍ مخالفين پدغه هکله هيڅ نه وايی ؟درسمي احسايوله مخی هغه انجوني چي د((۱۸))کلنۍ نه مخکي اميدواره کيږي دماشوم دزيږيدو په وخت کښي په هر ساعت کی دوي ښځی خپل ژوند دلاسه ورکوي اودهرو((۹))ماشومانونه « يو » ماشوم مخکی له يوکلنۍ اود هرو (( ۶))ماشومانونه(( يو ))مخکي له پنځه کلنۍ او په سلو کی ((۱۵))ماشومان دزيږيدوپر وخت کی خپل ژوند دلاسه ورکوي .
له بده مرغه په نوروهيوادوکي سالم ماشومان دنياته راځی مگر زموږ په هيواد کي دا((۳۵)) کلن دقدرت پر سر ناورين چي داسلام تر شعارلاندي پر مخ بېول کيږي داسي ناوړ پايلي له ځان سره راوړې چي اوس زموږ زيات ماشومان معيوب اوياعجيب اوغريب دنياته راځی .يو دليل خو ئې دادی چې مورله هغې ورځی چي اميدواره کيږي داقتصادي ستونزوله کبله نشی کولاي خپل ماشوم په رحم کي سالمه اوپوره غذاورسوی اونه هم دکوم ډاکتر تر پاملرني لاندي وي ،دابه ومنوچې زموږ هيوادتر اوسه په اقتصادي کچه دغې مرحلې ته ندی رسېدلۍ چي په کليواوبانډو کي ميندي داميدواری نه بيادماشوم دزېږېدو تر وخته تر روغتيا يي څارنې لاندي ونيسي ،خو داکار په پالازمېنه کابل اولويو ښارونوکي هم نه تر سره کيږې ،اصلأ که رښتيا وويل شي زموږدولت دغه ناورين اوياپه بله اصطلاح ملي دندي ته پاملرنه نده کړې، دولت دمور اوماشوم دحمايي اوهغوي ته دپاملرنې کوم پروگرام نلري اوکه ئې لري هغه هم دکاغذ پر مخ اوډله ايزو رسنيوته دښودلو لپاره دي عملأ هيڅ نشته . په هيواد کي هر اړخيزي ناخوالي اوفقر دهغې مور چي اميدوار ده ژوند هم گډود کړی او اعصاب ئې خراب کړی دي اويولړ نورناوړه دستورونواوعنعنواوستونزوپايله داده چې زيات معيوب ماشومان دنياته راځی .
بله اساسی مسله چي نه يوازي بهرنيان پکښي ملامت شمېرل کېداي شي بلکي هغه هم ملامت دی چي ددوي په خاطر افغانستان ته راغلي اوډول ډول وسلې له دواړو خوا استعماليږي ،پايله ئې داده چې جگړه خو دولس به گټه نده چي نده بلکی اوس زموږ نازولي ميندي دهمدغو بارتواوراز راز کيمياوي موادوداستعمال په پايله کي داسي ماشومان دنياته راوړی چي په بشريت کي بېلگه ډيره کمه ليدل کيږي .
ماته دلراوبر افغان ويب پاڼي دمسول گران احسان جان دناسالموزېږېدلوماشومانوڅو بېلگې رالېږلي دي تاسو ئې وگوری اوخپله قضاوت وکړئ ،احسان جان ليکي :سلامونه!
((دبي بي سي ( داود اعظمي ) په افغانستان کي د يورانيوم لرونکووسلوکارولو په اړه نيم ساعته څېړنيز راپور وړاندي خپورکړ چي څو ورځي وروسته يې پښتو بڼه هم په دوو برخو کي خپره سوه چي ډير دردوونکی و ، موږ خو د ( ډير ) کلمه ډيره کاروو خو باور وکړئ چي د بي بي سي هغه راپور په رښتيا سره ډير زړه بوږ نوو نکی و ، اوس يې له بده مرغه ږغيزه بڼه انلاين نسته خو لنډيز يې له دې ځایه کتلای سئ .
دغه عکسونه چي په سمون بلاګ کي خپاره سوي دي زما فکر ته داسي توري نه راځي چي څرګنده کړم چي څومره دردوونکي او ځوروونکي دي .کشکي ددې عکسونواخستونکي يا خپروونکي دعکسونو په اړه تفصيل هم ليکلی وای چي دغه ماشومان دنېټو له مخي کله او په کومو سيمو يا روغتونونو کي زېږېدلي دي ، که تاسو په دې اړه مرسته کولای سئ نو هيله ده ددې موضوع په اړه د تفصيلاتو په راغونډولو کي هڅه وکړئ تر څو د افغانستان د کلتوري ټولنو او خپلواکه خپرونو له خوا له ملګرو ملتونو، افغان چارواکو او نړيوالي روغتيايي ټولني يايې له ډبلو ايچ او څخه په اړه د پلټنو او په راتلونکي کي د نورو سو، الجسم زېږدونکو ماشومانو مخنيوئ وسي . په ګران هيواد کي د افتونو د پای ته رسيدو په هيله.))
يادونه : ددي لپاره چي ليکنه بې ارتباطه نشي درانه لوستونکی درالېږل شوعکسونو بېلگې دليکنې په وروستۍ برخه کي ليدلاي شي .له بلې خوا زموږ دهيوادوالوله غريبۍ اوتنگ دستۍ نه اويا ځيني وختونه دمنځنيو پېړيو نه راپاته ددود اوعنعنې په نوم وړې ماشومي انجونې په داي وخت کي چي دمور له شيدونه وي پرې شوې اوياډيره وړه وي دبل چااويادکورنۍ دهغه غړی سره چي نکاح ئي ورسره روا وي په نکاح ورکول کيږي .داچي دا ماشومه لويه شي اودغه کس چي داېې په وړکتوب کي ورکړېده خوښ دی اويانه دامجبوره ده له هغه سره ژوندوکړی، خو دداسي مجبوريتوپايلي بياله کوره تېښته اويا ځان وژنه وي .
ډيروزړوته چي ناوي دهغه دلمسۍ پر ځاي وي هم زموږ انجونی ودېږي اويا دبل په بديوکي ورکول کيږي .پدې ورستو کي دادقدرت ليونۍ په جبر اوزورپرماشومو انجونوهم جنسی تېرۍکوي،دبېلگې په توگه : داکارڅه موده وړاندي دوه ځله په بدخشان اوپدې ورستيو کي په سرپل کي تر سره شو. رپوټونه وایې چې د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ ولسوال او د هغه ۶ ملګري په دې تو څارنوالانو نیولي چې ویل کیږي په یوه بی وزله ۱۳ کلنه نجلۍ یې جنسي تیری کړی .په دې نجلۍ په داسي حال کې د یولوړ پوړي حکومتي مامور له خوا جنسي تیری کیږې چې په همدې ورځ د افغان ښځو شبکې د یوې اعتراضیه غونډي په ترځ کې له حکومت څخه غو ښتنه وکړه چې په ماشومانو باندې جنسي تیري کونکي ونیسي او ورته سخته سزا ورکړي. په همدې حال کې د سرپل ولایت دوکیل حاجې پاینده محمد دزوی دوسیه هم تر اوسه همغسي پاتي ده . په پارلمان کې دسرپل ولایت د استازي حاجي پاینده محمد زوی څه موده وړاندي په یوه شپږ کلنه نجلۍ جنسي تیری کړی . 17.04.200 بينواويب پاڼه
ددې مجرمينو څخه ځکه څوک پوښتنه نه کوي چې دواک خاوندان دي .اوهغه پارلمان چي د يوه هندي سريال په اړوندچي خپور شي اوکنه دوې هفتې وخت ضايع کړ اورنگا رنگ غبرگونونه ښودل کېده،دلته چي پرما شو مواوبېگنا ه انجونو تېرۍ شوۍ اوديوه پلار په جگ سرپه پارلمان کي ناست دي ټول چوپ دي، اوغبرگون مرگون نشته !
اياداکار داسلام دمقدس دين خلاف ندی ؟اياپدې کاراسلام ته سپکاوی ندی شوی ؟ اوداسي نور . . . ؟ ښه ئي ويلي : ​ که چاتله دانصاف پلاس کي درکړه ​خپل ټټو اودبل آس به برابر کړې
سره لدې چي په قانون کي دنکاح لپاره ۱۶ کاله عمر ټاکل شوی چي داهم دنړيوالونورمونو خلاف اودبشرپر حق بربنډ تېرۍ شمېرل کېداي شي خوا بياهم فتوا گرو ځانته يوه دوړو پزه جوړه کړېده ،مگر ((۵۷ ))په سلو کي نوی ناوي چي واده کېږي عمر ئي تر ۱۶ کالوکم وي ،همدا اوس دغريبۍ اولوږي له امله له ۷ تر ۸ کلنيوپوري انجونې پلورل کيږي ياودېږي . تر ((۸۸ )) په سلو کي زياتي انجوني دليک لوست له نعمته محرومی ساتل کيږي تنها ((۵)) په سلوکي کولاي شي منځنۍ تعليم تر سره کړی اوډيري کمی ئي لوړوتحصيلاتوته لاره مومی . خبرگزاری صدال افغان
خو هغۀ انجونی هم د زيات ډارپه حالت کي تعليم اوتحصيل ته دوام ورکوی ځکه پاکستاني ،ايرانی اوافغاني بنسټپال داسلام څخه په نارواگټه اخيستنې سره ښوونځيوته دانجونو مخه نيسی اوتبليغ کوی چې انجلۍ بايد په کورکي ناسته وي اوپه څلوروديوالو کي دزندانی اومجرم په توگه لويه شي . مگر بي پلوته خپل نازولي بيا ان تر اروپا اوامريکاپوري دعالي اومسلکی تحصيلاتو لپاره لېږي ،دلته ئي موږ ډيري داسې څېرې ليدلي دي .
دروز نیوز دخبر له مخی : دبشردحقوقو دخپلواک کميسيون کميشنري ثریا صبحرنگ پر ماشومانو باندي دجنسي تيري په منلوسره وايي : دپخواپه پرتله پدې دوو کالوکي دپر ماشومانوباندي دجنسی تېری کچه لوړه شوېده .دبشردحقوقوخپلواک کميسيون درسمی احصائې له مخی په ۱۳۸۶ لمريز کال کي(( ۵۱ ))پر ماشومانو باندي دجنسي تجاوز او(( ۲۵۰۰)) ښځو سره دتاوتريخوالي اودهغوي دزورونې پېښی ثبت شوی دي، چي دهغې جملې نه ۱۶۵دځان سوځونې او۳۶۵دځان وژنې پېښي دي .
دافغانستان دروغتيا وزارت درپوټونوله مخی پر ماشومانوباندي دتېری اوتجاوز کچه لوړ شوې ده ، همدا ناوړه عمل ددې لامل گرځېدلۍ چي يو شمير په ځان وژنه لاس پوري کړي . ۳ ۲مارچ ۲۰۰۸ خبرگزاری صدال افغان
دابايد ووايم داهغه احصائيه د ه چي جهانيان په خبر شوی دي ، که زموږ دوطن جغرافيايی او نوري دوديزي ستونزي دقيقی په پام کي ونيسو په ډاډ ويلای شم چی شمير ئی تردغه اوړي .
د افغانستان د ماشومانو د وضيعت په هکله د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکی ټولنې يونيسف په وروستي رپوټ کې ويل کيږي، چې په افغانستان کې ماشومان هم تصاد فاً اوهم قصداً د زورزياتي قرباني کيږي .پربهرنيوائتلافي پوځي ځواکونوباندې په ځانمرگي يرغلونواوبمب چاودنوکې،گڼ شمېر ماشومان ياوژل کيږي اوياهم سخت ژوبليږي. د يونيسف په دغه راپورکې د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې او د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې ترمېنځ د گڼ شمېرگوزارونويادونه شوې ده. د بېلگې په توگه د ١٣٨٦ کال د غبرگولي د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه، د اروزگان د ولايت د ترين کوټ په ښارکې، يوه ښوونځي ته نږدې پر يوه پوځي کتارباندې د يوه ځانمرگي يرغل له کبله دوولس تنه ماشومان مړه شول . سربېره پردې، دهغوماينونوله کبله، چې د لسگونو کلونو کورنيو جگړو په ترڅ کې ښخ شويدي، ماشومانوته ډېرلوی خطرمتوجه دی . BBC
همدا اوس دلسو ملينو ماشومانونه په سلو کی اتيا دژوند حداقل شرايط نلري زه دپاکو اوبو او لازمو خوړو په هکله چوپ پاتيږم .افغا نستان يو داسي هيواد دئ چی له هري خوا له بدمرغيو او ناخولو سره لاس په گريوان دۍ . پر اوسنې حاکميت ده چي دغې ملي غميزي ته لازمه او جدي توجه وکړي ،که موږ سالمه او له ر وغتيانه برخمنه کورنۍ ونلرو دهيواددراتلو نکوچارو سمبالتيا به ستونزمن کاروي ،سالمه ټولنه په سالمو افرادو جوړيدای شی . ددې لپاره لازمه ده چي دهيواد دراتلونکي نسل دژوندټولو خواو ته په جدې توگه پاملرني وسي ترڅو له يوي خوا زموږ دراتلونکي نسل عزت او عفت ددغو وحشيانو له تېری نه خوندی او په امان کی پاته وی او له بلي خوا ځوان نسل ته دسالمي روزنی اوبسيا ژوند شرايط برابر شي .
ددولت ټولي اړنده ادارې ملی دنده لري دنړيوالو مرستندويه سازمانويونسکو،يونسف اونوروخيريه مؤسسو څخه دمالي اومادی مرستو په راجلبولوسره دماشومانو دساليمې فکری او فزيکی روزنې لپاره په ټول افغا نستان کی اړ ين اوگټورپلانونه پلي کړي .
آخير ماشوم هم انسان دي دا ديوا فغان زوي اولور ده، دا ديو شهيد اومعيوب بچۍ دۍ . ايا افغانی غرور انسانی عاطفه او ترحم، هر څه رانه ورک شوه؟ دا هم روسانو يا امريکايانو رانه يووړه ؟ا نسان بايد دبل انسان و عفت اوعزت ته ددرناوی په سترگه وگوري.
دشرم ځاي ندۍ چي دڅوگوتو په شمار دشحواني هوسونو وحشيانوچی دماشوم له بيوزلۍ نه دخپلو نفسی غوښتنودپوره کېدو په منظور استفاده کوي پر ميړني او باغيرته اولس باندی په نړيوالو راډيوگانواومجلواو اخباروکي داسی تفسيري وشی کوم چي زمو ږ دملت نړيوال اعتبار،ملي عزت اوغرور ته زيان ورسوي ؟
اړينه برېښي له ماشومانو سره داسلام ، انسانيت او اخلاقي نورمونوخلاف کړنې ، په زور يا دپيسو په مقابل کی دهلکانو او انجونو رقصول او له هغوي نه جنسی استفاده ،دهلکانوساتنه ،دماشوموانجونو په زوريا رضا ودول ، دکوچنيانو قاچاق،دتعليم اوتحصيل په نامه هغوي بهرته بيول دبشري حقوحقوپر خلاف کړنو په نامه غيری قانونی اعلان سي . دنړيوالو بشري سازمانو،ملگرو ملتو دسازمان او دبشردحقوقودمدافع سازمانو دموراو ماشوم ددفاع او ملاتړ دنړېوالو سازمانوپه مرسته له همسايه هيوادووغوښتل شي تر څو دافغان ماشوم دتښتونکو اوسوداگروپر خلاف مبارزه کښي دافغانستان دحکومتي اړونده ارگانو سره مرسته وکړي .
د عدلی او قضايي اورگانولخوا دمور اوماشوم ژوند ته داسلام دمقدس دين او نړيوالو قبول سوو اصولو او کنوانسيونونو په نظر کې نيولو سره لازمه پاملرنه وسي . لازمی اواړينه برېښي چي دموراوماشوم دژوند دټولو اړخونوپه هکله په ټولو قوانينو اوکړنو کي مثبت تغير راوستل شي اودهغوي په اړوند چلنددعدلي ارگانو تر جدي کنترولاندي وی . سرغړونکوته بايد داسي جزاورکړه شي چې دهغې سيمي دخلو هڅ وخت هيره نشي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دجوزا پر ۱۶به په فرانسه کي يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.
گډونوال به يې د افغانستان په چارو کې د نړيوالې ټولنې پر ونډې له سره کتنه وکړي . دهغو ۲۶ ميليارډه ډالرو نورومرستوپه فهرست کي چې افغانستان ئي له نړيوالي ټولنې څخه دغوښتنو هيله کوي دموراوماشوم دژوند دښه کېدوپه هکله کوم پروگرام نه تر سترگوکيږي .پر ځاي خبره به داوي چي دمور اوماشوم ژوندته چي زموږ دټولنې راتلونکی لپاره حياتی ارزښت لري جدي اوپاملرنه وشي ،که نن ماشوم دي خودسبا ورځی پلاردی.
په دې هيله چي زموږ په هيواد کي هم ماشوم ته دانسان په سترگه وکتل شي . ومن الله التوفيق
حبيب اله غمخور سويډن مالمو
د۲۰۰۸ م کال دمی دمياشتي ۲۹مه

۱۴ مارچ ۲۰۱۱
محروميت تحصيلي كودكان، پيامد جنگ‌هاي مسلحانه در جهان

سازمان آموزشي، علمي و فرهنگي سازمان ملل متحد (يونسكو) طي گزارشي با اشاره به افزايش خشونت‌ها و تجاوزهاي جنسي در كشورهاي درگير جنگ در جهان، محروميت‌هاي تحصيلي كودكان را پيامد اين جنگ‌هاي مسلحانه دانست.
به گزارش لوموند ، سازمان آموزشي، علمي و فرهنگي سازمان ملل متحد (UNESCO) اخيرا طي گزارشي تحت عنوان “بحران پنهان ” اعلام كرد: خشونت‌هاي جنسي، تجاوزهاي جنسي متعدد و ترس از بدرفتاري‌ها و تجاوزهاي جنسي مانع از رفتن كودكان و دختران نوجوان به مدرسه و تحصيل آن‌ها مي‌شود.
بر اساس اين گزارش، هم‌اكنون 28 ميليون نفر از كودكان جهان به دليل ناآرامي‌ها و درگيري‌هاي ناشي از جنگ‌هاي مسلحانه در جهان كه آنها را در معرض خطراتي همچون حمله هدفمند شبه نظاميان به مدارس و تجاوز و خشونت جنسي قرار مي‌دهد، از امكان تحصيل محرومند.
طبق اين گزارش، 42 درصد از جمعيت 67 ميليون نفري كودكان سراسر جهان يعني چيزي در حدود 28 ميليون كودك كه در سن ورود به مدرسه قرار دارند، در كشورهاي فقيري زندگي مي‌كنند كه اغلب درگير جنگ هستند.

كوين واتكينز نويسنده اين گزارش در ادامه تصريح كرد: «يكي از مشكلات اصلي اين است كه در بسياري از اين جنگ‌ها مهاجمان به صورت هدفمند مدارس و كودكان محصل را هدف حملات خود قرار مي‌دهند.»
وي افزود: «به طور مثال در افغانستان دستكم 613 حمله عليه مدارس صورت گرفته است كه اين آمار در مقايسه با سال پيش از آن، دو برابر شده است. علاوه بر اين خشونت‌ و تجاوزهاي جنسي در اين كشور و ساير كشورهاي درگير جنگ ديگر به عنوان نوعي تاكتيك‌ جنگي مورد استفاده قرار مي‌گيرد.»
يونسكو در ادامه گزارش خود افزود: تنها 2 درصد از مجموع كمك‌هاي بشردوستانه ارائه شده از سوي كشورهاي مختلف به كشورهاي جنگ‌زده يعني تنها چيزي در حدود 149 ميليون دلار صرف تحصيل كودكان مي‌شود كه اين رقم تنها پاسخگوي نيازهاي تحصيلي تعداد بسيار ناچيزي از كودكان است.
اين سازمان در پايان گزارش خود خاطرنشان كرد: يونسكو پيشنهاد داده است كميسيوني بين‌المللي درباره تحقيقات خشونت‌هاي جنسي عليه دانش‌آموزان زير نظر ديوان كيفري بين‌المللي تشكيل شود تا به اينگونه معظلات اجتماعي رسيدگي شود.