کور / تازه خبرونه / کندهار:له جنګ ځپلو سره د ښادمن مرسته

کندهار:له جنګ ځپلو سره د ښادمن مرسته

د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د جنګونو له کبله زياتي کورنۍ کندهار ښار ته راغلي.
محمد يعقوب چي ددې جنګ ځپلو له کورنيو څخه وو، په سيمه کي يې حالت د اندېښنې وړ بيان کړ.
د هغه په خبره چي، د غورک ولسوالۍ په مرکز، چينار، شاه کارېز او بارم کليو کي جنګونو زور واخيست او له همدې مجبوريته له ښځو او ماشومانو سره له کليو ووتل.
د هغه په خبره، چي دامهال يوازي په سيمه کي د کورنو د ساتلو لپاره د ګوتو په شمېر نارينه پاته دي.
دغه کورنيو چي له تيرو څو ورځو راهيسي کندهار ښار ته راغلي دولت يې هيڅ په ستونزو ځان ندی خبر کړی.
دامهال يوازي له شاوخوا ۲۳ کورنيو سره د ملي سوداګر حکمت ښادمن له لوري د ۲۲ قلمو خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته وسول.
بې ځايه سوي کورنۍ وايې، چي مرسته سوي توکي به يې تر ډېره اړتيا وي پوره کړي.
حکمت ښادمن په روانه مياشت کي په مرکز کابل کي هم د کندوز له جنګ ځپلو او بې ځايه سوو کورنيو سره هر اړخيزي مرستي کړي وې.