کور / تازه خبرونه / دکابل – کندهار لویه لار دترافیکو پرمخ پرانیستل سوه

دکابل – کندهار لویه لار دترافیکو پرمخ پرانیستل سوه

دکابل -کندهار لویه لار دترافیکو پرمخ پرانیستل سوه
په زابل کې دسهیل لویدیځې حوزې داپراتیفي مشر او دکندهار امنیه قوماندان
لوی پاسوال عبدالرازق ترمشرۍ لاندي عملیات په چټکۍ سره روان دي

په عملیاتو کې طالب جنګیالیو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتې او لوی
پاسوال دامهال شاه جوی ولسوالۍ ته ځان رسولی دی.

ښاغلی عبدالرازق درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چې دعملیاتو پرمهال يې
دطالبانو سپکي او درنې وسلې نیولې او ددوی عملیات روان دي او دزابل په
مربوطاتو کې يې دکابل کندهار لویه لار په بشپړډول دترافیکو پرمخ
پرانیستلې اوموټرچلونکي کولای شې پردغه لار تګ راتګ وکړې

دښاغلي عبدالرازق سره په دې عملیاتو کې دزابل والي محمدانور خان
اسحاقزی ، ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمدنعیم مومن ، امنیه قوماندان
جنرال میرویس نورزی، د۲ پیاده لیوا قوماندان بریدجنرال محمد اکرم سامع او
دزابل ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حق بیان ملتیاکوې.