کور / هراړخیز / شعر يو ژبنی هنر دی

شعر يو ژبنی هنر دی

لومړی: ژبه

د نړۍ بېلابېلو ژبپوهانو، شعر پوهانو او هنرپوهانو د ژبې او هنر په اړه ډېرې څرګندونې کړي ، او ډېری وخت دې پايلې ته رسېدلي چې ژبه او خبرې يو ټولنيز فعاليت دی، په دې مانا چې ژبه يوازې د ټولنې په شته والي کې مانا او ارزښت لري.

ژبه د کلماتو د يوې مجموعې په توګه د يوه سړي شخصي شتمنۍ نشي بلل کېدای او د انساني ټولنې دا ځانګړنه ده، چې وګړي يې دېته اړتيا لري، چې يو تربله وغږېږي. سړی په يوازې سر نشي کولای چې خپله ژبه د ځان او خپلو موخو لپاره وکاروي.

هر څوک او هر تن دې ته اړتيا لري، چې يو تربله وغږېږي او د اندونو او تجربو راکړه ورکړه ولري.

دا کار د انسانانو د يوې ډلې ترمنځ د يوې ګډې ژبې د لرلو په مټ کېدای شي.

که چېرې د يوې ټاکلې جغرافيوي سيمې وګړي يو ګد کلتور، ګډ ژبني او هنري ارزښتونه او يو ګډ اقتصادي جوړښت ولري، نو هرومرو ددې ټولنې د ودې او پرمختګ په رڼا کې ژبه هم د پرمختيا او پراختيا پړاوونه وهي.

د دغو يادونو له مخې چې ويل کېږي ژبه د پوهېدو او پوهولو وسيله ده، له دې پرته آيا ژبه نورې ښېګڼې هم لري او که نه؟

لومړی دا چې ژبه د انسانانو او ځينې نورو تی لرونکو څارويو او ځناورو د بدن د اناتومۍ هغه برخه ده چې د نورو غږنو غړو سره يو ځای داسې غږونه منځته راوړي، چې په پوهولو او پوهېدو کې کارېږي.

ژبه په دويم مفهوم کې د کلماتو هغه ټاکلي ژبني سېستم ته وايي چې د انسانانو يوه ډله، يو توکم، يا څو توکمونه پرې خبرې کوي.

کله چې د ژبې په درېيم مفهوم غږېږو، نو بيا ژبې لپاره ګڼ تعريفونه وړاندې شوي دي، چې دا هر تعريف د ژبې بېلابېلې ځانګړتياوې په ګوته کوي:
ژبه د يوې ذهني وړتيا په توګه د انساني ماغزو د ځانګړې ودې په پايله کې د ځانګړو ارثي او بيولوژيکې ميکانيزمونو په مټ رامنځته شوې ده، نو همدا لامل دی چې انسان دا وړتيا تر لاسه کړې ده چې خبرې وکړي او په خبره پوه شي.

ژبه د ټولو انسانانو يو ګډ مال او يو ګډ ټولنيز صفت دی، چې له برکته يې انسان د يو ټولنيز مخلوق په توګه په دې لاس بری دی چې ډېرې ستونزمنې لارې د ځان لپاره اسانه کړي او د ټولنيزو پرمختګونو جوګه شي.

انساني ژبې د يوه سمبوليک سيستم په توګه د خپلو ځانګړو نښو او سمبولونو له مخې او د ژبې د ګرامري اصولو پر مټ او بنسټ داسې مفاهيم زېږولي دي، چې بيا يې همدغو ځانګړو نښو ته ځانګړې ماناګانې ورکړي دي، يانې د غږيزو سمبولونو يو داسې سيستم یې رغولی چې د يوې ټولنې وګړي يې يو د بل د پوهولو لپاره په ژبه راوړي.

ژبه خپل ځانګړی ریتم او ځانګړی سيستم او جوړښت لري چې دغه غږيز توکي او دې ته ورته توکي د ژبني چاپېريال زېږنده ګڼل کېږي.

د ژبې په اړه دا ډ ول او دې ته ورته څرګندونې مونږ ته په رښتينې بڼه ژبه د يوه جوړښتي سيستم په توګه راپېژني، چې ځانګړي اصول، نښې، بېلابېل توکي او مفاهيم لري.

ژبه د پوهولو او پوهېدو يوه داسې وسيله ده، چې انسان يې په مټ کولای شي، يو بل سره مرسته او همکاري وکړي.

دا د ژبې يو ټولنيز ارزښت دی چې له بابته يې انسان کولای شي چې له يوې خوا په خپلو کې د پوهاوي يوه ګډه ژبه پيدا کړي او له بلې خوا خپل چاپېريال جوړ کړي.

انساني ژبه د نورو ژوو د ژبو په پرتله د يوه ټاکلي شمېر لغاتو په وسيله ډېر شمېر مفهومونه، عبارتونه او جملې خپلولی شي، چې ټولنيزې خپل منځي اړيکې ټينګې کړي او ستونزې حل کړي.

له يادو شوو څرګندونو سربېره دا هم ويل کېږي چې ژبه د فکر مستقيم واقيعت دی، که څه هم يو شمېر پوهان په دې هکله وېشل شوي دي:

يو ډله پوهان په سر کې سپيراو اورف (Spair and Whorf) په دې اند دي چې ژبه تر فکر يا مغزو دمخه ده او په دې توګه ژبې د فکر او اند بريدونه محدود کړي دي. په دې مانا چې ژبه ددې لامل شوې ده چې د يوې ژبې ويونکي د يو څه په باب يوازې د همغې ټاکلې ژبې په بريدونو کې فکر وکړي. ژبپوهانو دغه نظريه د Language First یا “لومړی ژبه“ په نوم ياده کړې ده.

خو د دې اند بل لوری بيا Knowledge First یا ”لومړی پوهه“ نظريه د پام وړ ګڼي. د دغه اند مخکښ انګريزي فيلسوف پال ګريس Pavl Grice نومېږي. ددې ډلې پلويان په دې اند دي چې سمبولونه او نښې د کاغذ پرمخ هېڅ مانا نه لري، تر هغې چې له ماغزو نه ورته مانا په ګوته نشي.

د يادونې وړ ده چې يوه ډله داسې پوهان هم شته چې په دې اند دي چې ژبه او فکر يو ځای پيدا شوي دي او يو د بل لپاره اړين دي.

ددې ډلې يو مخکښ ډونالډ ډيويډسن Donold Davidson ليکي دا ګرانه ده چې ژبه او فکر د يو بل نه پرته وڅېړل شي، لکه پوهاند زیار چط راخیستې ده:

“ژبپوهان په ټوليز ډول ژبه د داسې مجردو او ذهني نظامونو د يوه پېچلي غونډ په ډول را پېژني، چې د انساني مغزو له زېږندو څخه ګڼل کېږي او د وګړو ترمنځ د اړيکې ټينګولو لپاره په کارېږي”
يوه بله ډله پوهان او فيلسوفان هم پېژنو چې په دې باور دي چې ژبه او فکر په خپلو کې هېڅ تړاو نه لري او دا ځکه چې ژبه ددې وس نه لري هغه څه چې په فکر کې شتون لري په ښه او بشپړه توګه څرګند کړي. د دې دریځ یو بېلګه دا کېدای شي چې پښتو ژبه کې يو شمېر ګڼو رنګونو ته چې يو څه ورته وي د خړ کلمه کارېږي، حال دا چې دا ټول رنګونه زمونږ په فکر او مغزو کې يو د بل سره توپير لري، خو پښتو ژبه کې يې توپير ګران دی.

دلته پوښتنه پيدا کېږي چې آيا فکر پرته له ژبې نه شونی د ی؟

د فکر او ژبې په اړه يو شمېر څېړونکي په دې اند دي چې د فکر زېږد پرته له ژبې نه ناشونی دی. همدغه ډله پوهان په دې ټينګار کوي چې فکر هغه وخت فکر بلل کېږي چې کلماتو کې توضيح شوی وي.

خو دا هم په دې مانا نه ده چې فکر کول د خبرو کولو په مانا وګڼو، او يا هم د ځان سره فکر کول د ځای سره د خبرو په مانا وي.
داسې کلمې او جملې هم شته چې د کوم ځانګړي فکر او موخې ښکارندويي نه کوي.

کله کله بيا يو ځانګړی اند او فکر يوې بشپړې جملې ته اړتيا هم نه لري.

د مورنۍ ژبې نړېوال ارزښت

ژبه يوه ټولنيزه شتمني ده نو له همدې بابته د نړۍ بېلابېلې ټولنې دې ته اړتيا لري چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

يو شمېر ژبپوهان په دې اند دي چې په نړۍ کې د شپږ زرو په د شاوخوا کې ژبې موجودې دي، چې دا هره ژبه د خپلې ټولنې د کلتور هنداره ده او د خپلو دودونو دب دبه يې نه يوازې خوندي کړې ده بلکې د ژبې په مټ يې د خپل ګټور کلتور هنري او ادبي ارزښتونه راتلونکي نسل ته يو د بل پسې د تاريخي ميراثونو په توګه لېږدولي دي.

د همدې ارزښت له مخې د ملګرو ملتونو نړيواله ټولنه هر کال يوه ورځ د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نوم نمانځي.

د نړۍ په کورنۍ کې هره ژبه سربېره په دې چې د پوهاوي وسيله ده بلکې هره ژبه ادبي، تاريخي، هنري او د لسګونو ښېګڼو درلودونکې ده.

پښتو ژبه هم د نړۍ کاله کې يوه لرغونې شتمنه ژبه ده، چې زرګونه کاله اوږد عمر لري. پښتو ژبې اوس لکه د غوړېدولي ګلبڼ په څېر په خپله لمنه کې رنګارنګه ګلبوټي، ګلپاڼې او ګلڅانګې خوندي کړي او رانغاړلي دي.

نور بیا