کور / تازه خبرونه / د کابل کندهار لار د غزني او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ په ششګاو کی نن تړل شوې

د کابل کندهار لار د غزني او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ په ششګاو کی نن تړل شوې

وسله والو طالبانو د میدان دغزني په ششګاو سیمه کي د نن سهار راهیسي د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې .
لس ګونه مسافر وړونکي بسان او بابري وسایط د غزني په ښار او د میدان وردګو په مرکز میدانښار کي بند پاته دي
له کندهار څخه کابل ته تلونکو مسافرو له لراوبر سره په خبرو کي وويل چي د زابل ولایت څخه بیا او د غزني تر ښار پور دوی کومه ستونزه نده ليدلې خو په ششګاو کي د جګړې له کبله سل ګونه مسافر د لاري پرانیستل کیدو ته انتظار باسي .
یاده لار تیري ۴ ورځي د کلات د ترنک ، شاه جوی او پښ کندي په سیمو ، د غزني ولایت په قره باغ ، مقر ، ملانوح بابا ، اسفندي او ځینو نورو سیمو کي د ترافیکو پر مخ وسله والو طالبانو تړلې وه .
د احمد شابابا ابدالي بس ترانسپورت یوتن مسئول حاجي اغاجان لراوبر ته وويل چي له پرون ورځي راهیسي د دوی ۱۸ بسان له کندهار څخه کابل ته او ۳۳ نور يې له کابل څخه د کندهار پرلوري حرکت کړی .
نوموړی زیاته وي چي د دوی یو شمېر هغه بسان چي د کابل په مقصد له کندهار څخه تللی وو اوس په غزني ښار کي د لاري پرانستل کیدو ته انتظار باسي .
د تیري اونی په سر کي وسله والو طالبانو په یوه بیان کي چي رسنیو ته يې لیږلی وو مسافرینو او تجارانو ته خبرداری ور کړی وو چي دوی یاده لار د نظامي اهدافو لپاره د څو ورځو لپاره تر بریدونو لاندي راولي .