کور / تازه خبرونه / خپلسرۍ په حکومت کې د ناقانونه ګمارنو لامل شوې

خپلسرۍ په حکومت کې د ناقانونه ګمارنو لامل شوې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د افغان حکومت یو شمېر کمزوریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پيدا شوو ستونزو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپل یوه تحلیلي مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې خپلسرۍ په حکومت کې د ناقانونه ګمارنو لامل شوې.

په مطلب کې راغلي چې په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې د خپل سرو ګمارنو په اړه راپورونه او اسناد خپاره شوي، خو بیا هم حکومت چوپه خوله دی او دغه کار ولس ته اندیښنه پيدا کړې ده.

د مطلب لیکوال د چارو د یو شمېرڅیړونکو په حواله لیکلي چې دا کار اداري فساد ته زمینه برابروي او حکومت باید د اسنادو په رڼا کې د دې ډول مقرریو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

ورځپاڼې د پژواک خبري اژانس وروستي څیړنیز راپورته اشاره کړې چې ویلې یې دي، د مخابراتو نوي وزیر په دې وزارت کې لسګونه کسان په خپل سر په دندو ګمارلي او لسګونه نور یې له دندې لرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د طالبانو رهبري په افغانستان کې د امریکا اهداف تعقیبوي.

په مطلب کې د مشرانو جرګې د غړو په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د هرې مرمۍ استعمال د بهرنیو ځواکونو حضور ته لاره هواروي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې راولاړو شوو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې اپټا تړون پر افغانستان باندې تحمیل شوی دی.

په مطلب کې د افغان سوداګرو په حواله لیکل شوي چې په دې تړون کې یوازې د پاکستان ګټې په نظر کې نیول شوي چې لارۍ یې د افغانستان په خاوره کې تګ راتګ کوي، خو برعکس د افغانستان باروړونکي موټر یوازې تر تورخمه د تګ اجازه لري.

ورځپاڼې د افغان سوداګرو دا شکایت هم را اخیستی چې له یوې اونۍ راهیسې یې د تازه میوو درې سوه موټر په تورخم کې درول شوي او پاکستان ورته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې لیکلي چې د پاکستاني چارواکو دې کار سوداګرو ته زیان اړولی او حکومت باید د دې ستونزې هواري ته هڅې وکړي.