کور / تازه خبرونه / د برېښنا د توليد د يوه مرکز ډبره کښېښووله سوه

د برېښنا د توليد د يوه مرکز ډبره کښېښووله سوه

د دغې پروژې په پرانسته کې د لوګروالي محمد حلیم فدایي، د اوبو او بریښنا وزارت د کابل د سنیدیزې حوزې رئیس عبدالمعروف مسیر، د پکتیا زون د بریښنا ریس اصف نیازي، د ولایتي شورا ریس اوغړو، د ولایت دفرعې حوزې رئیسې زهره مطهر، د المستعان شرکت رئیس نظري او د ولایت یوشمېر ملکي ادارو ریسانو ګډون کړی وه .

د اوبو او بریښنا وزارت د فرعي حوزې رئیس عبدالمعروف مسیر په خپلو خبروکې د دې پروژې په اهمیت خبرې وکړې د لوګر خلکو ته یې د دا ډول زیر بنايي پروژې د پیل مبارکي وویله او د لوګر له ولس یې هیله وکړه چې په پلې کولو کې یې هر ډول همکاري وکړي.

د ولایت والي پخپلو خبرو کې وویل: یاده پروژه د ولایت د سل ورځیني پلان برخه وه چې خوشبختانه نن یې د بنسټ ډبره ايښودل کېږي، نوموړي د پروژې په پلې کولو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ، تر څنګ یې د ملي پروژو پر وړاندې د باج اخېستونکو یادونه وکړه چې د وسله والو،استملاک دعوه ګيرو او تخنیکي نظارت تر نامه لاندې باج اخلي چې د پروژو د مسؤلینو له لورې د منفي ځواب په صورت کې هر ډول خنډونه جوړوي، نوموړي خبرداری ورکړ که چيرې په یاد نامه هر څوک د پروژو د خنډ سبب شو ورسره به قانوني چلند کېږي.

په دغه پروژه کې د کابل د ارغندي سیمې څخه د پلعلم د شېروازې تر سیمي د بریښنا دمزو غزول، د ۲۶۴ برښنا پایو نصبول، یو سبسټیشن چې د ودانۍ مکمل کمپلکس لري، شامل دي چې د (۶۴) مېګا واټه برښنا ظرفیت به ولري، دغه پروژه به دیو کال په موده کې بشپړه شي چې ټول لګښت يې دولس میلونه ډالر دی چې د اوه سوه اته شپیته میلونه افغانیو معادل کېږي، د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ انجينرۍ ډلې یا (USACE) ادارې له لورې ورکول کېږي .