کور / تازه خبرونه / د ځوانو رضاکارانو له پاره ودانۍ جوړه سوه

د ځوانو رضاکارانو له پاره ودانۍ جوړه سوه

د نېږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې وداني د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د ځوانو رضا کارانو د روزنیز کلوپ وداني چې د لغمان د ولایتي ادارې د کار کوونکو د یوې ورځنۍ تنخوا په مرسته چې د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په ویاړ یې افغاني سرې میاشتې ته ډالۍ کړې وه، د یوه کال په موده کې یې د جوړېدو چارې بشپړې او نن د لغمان والي، د ولایتي ادارې د چارواکو او په ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې د ساحوي مسول په لاسونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه وداني چې په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې یو تالار، د ملاقاتونو خونه، دوه درسي خونې، اشپز خانه او نور ټول ضروري ملحقات لري، چې په وړیا توګه به په کې هغه ځوانانو ته کوم چې په نورو ځایونو کې د کورسونو د فیس ورکولو توانايي نه لري، درس ورکول کیږي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپله وینا کې د افغاني سرې میاشتې د ګڼو هلو ځلو او ولس ته د مرستې د لاس په غځولو کې د یادې ټولنې د ستاینې تر څنګ د دغه روزنیز کلوپ په اهمیت او ارزښت هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ښوونځي، مدرسې، جوماتونه او په ټوله کې ټول روزنیز مرکزونه هغه ځایونه دي چې ولس ته ترې د مثبت فکر، د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ او په ټوله کې د یووالي ښه پیغامونه انتقالیدای شي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې دی هیله لري له دغه روزنیز مرکز څخه هم په رضا کارانه توګه د لغمان ګوډ ګوډ ته د عامه ذهنیت د رغونې او د ولس د یو موټی والي فکر ولیږدول شي.
لغمان والي په خپلو خبرو کې په دیني عالمانو، ښوونکو، قومي مشرانو او ځوانانو غږ وکړ چې د خپل ولس د هوساینې، د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او جوړونې په برخه کې په رضا کاراه توګه د خپل دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي او د هغه ظالم او جاهل دوښمن په مقابل کې غږ پورته کړي چې د نورو د خوشالولو لپاره دلته د پرمختګ مخه نیسي، د بې ګناه انسانانو وینه تویوي او ولس ته غلط او منفي فکر انتقالوي.
په دغو جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د سرې میاشتې رئیس ډاکتر عبدالغفار رسولي، د افغاني سرې میاشتې د ختیځ زون ساحوي مسول محمد اقبال سعید او د ولایت شورا منشي عبدالظاهر حسین خیل هم په وار سره د دغه روزنیز کلوپ د اهمیت او ارزښت په اړه تفصلي خبرې وکړې او د ځوانو رضا کارانو د زده کړو په برخه کې یې د داسې یو ماحول جوړېدل یو مثبت او اړین کار وباله.