کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د USAID په مالي مرسته ۵ کلنه پروژه پيليږي

په کندهار کي د USAID په مالي مرسته ۵ کلنه پروژه پيليږي

په کندهار کي د USAID په مالي مرسته د سيمه ييزي ادارې د پياوړتيا په موخه ۵ کلنه پروژه پيليږي. دا پروژه چي د سيمه ييزي ادارې د پياوړتيا په موخه ډيزاين سوې، د USAID له خوا د ټيټراټچ (Tetra Tech) په نوم يوې انجيو ته ورکول سوې ده.

د يادي انجيو د ولايتي پلان جوړوني مشاور محمدعارف اميري نن په ولايت مقام کي يوې غونډي ته د پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل. په غونډه کي چي د دې پروژې د توضيحاتو په موخه جوړه سوې وه، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د ګڼ شمېر ادارو رئيسانو او د ولايتي شورا غړو ګډون کړی وو.

د ټيټراټچ انجيو د ولايتي پلان جوړوني سلاکار محمدعارف اميري وويل چي د اسلا يا سيمه ييزي ادارې د پياوړتيا نوښت په نوم پروژه به د کندهار تر څنګ په ۱۶ ولايتونو کي پنځه کاله دوام وکړي. اميري زياته کړه چي دا پروژه څلور څانګي لري چي عبارت دي د ولايتي پلان جوړوني لپاره د ولايتي کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د سيمه ييزي ادارې پياوړتيا، د عامه وګړو غوښتنو ته لاسرسی او په اداره کي د عامه خلکو ګډون.

اميري وايي چي د دې پروژې کليدي غړي ماليې وزارت، اقتصاد وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ده. نوموړی وايي چي د دې پروژې په پلي کولو کي به د جنډر مساوات ته خاصه توجه وکړي او له ټولو اړوندو ادارو سره به په همږغۍ دغه پروژه مخته يوسي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خوښي وښوده چي په کندهار کي د ظرفيت سازۍ په برخه کي پنځه کلنه پروژې پلې کيږي او ژمنه يې وکړه چي د دې پروژې په تطبيق کي به پوره-پوره همکاري کوي. نوموړي وويل ټولو رئيسانو ته سپارښتنه وکړه چي د پروژې د کيفيت په برخه کي ورسره همکاري وکړي، تر څو دا پروژه د کندهار د خلکو اړتياوي ځواب کړي. نوموړي زياته کړه چي تېرو وختونو ته په کتو بايد له دې پروژې څخه ښه استفاده وسي او دا پروژه يې د کندهار د خلکو لپاره يو غوره فرصت وباله.