کور / تازه خبرونه / ننګرهار: ملي امنيت دوه تنه سړي تښتوونکي نيولي دي

ننګرهار: ملي امنيت دوه تنه سړي تښتوونکي نيولي دي

د ملي امنیت لوی ریاست دیو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دو تنه سړي تښتوونکي چې امید او شوکت نوميږي د خوګیاڼی ولسوالۍ په اړونده سېمه کې نیولي دي .
سړي تښتوونکو څو ورځي وړاندي يو ماشوم مصطفی د حاجی حفیظ زوی او یو تن د ننګرهار د صرافانو څخه د پېسو د غوښتلو په خاطر تښتولي وو .
چې وروسته د ملي امنیت په کوښښ سره ونیول شول. او د مصطفی په نامه تښتول سوی ماشوم د هغوي له منګولو څخه خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو .