کور / سياسي / د کندز وروستیو پیښو په اړه د مشر همدرد دریځ

د کندز وروستیو پیښو په اړه د مشر همدرد دریځ

تر هرڅه لومړی په کندز باندی د وسله والو مخالفینو برید او په ترڅ کې یې رامنځته شوی ناورین په کلکو ټکو غندم ، د پيښې شهیدانو ته فردوس جنت ، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم.

د کندز پيښه ټول غندی او دولت په ناغیړی تورنوی ، خو اصلی لامل ددغه سقوط باید څرګند شی .

په شمال کې څوارلس کاله کیږې چې ټول ولسونه د ناقانونه وسله والو د لاسه پوزې ته راغلی ، چی ښه بیلګه یې د بغلان او کندز ولایتونه دی .

هلته د ورځې په لسګونو کورنی په یوه او بل نوم زورول کیږې ، خو مرکزې اداره نشته چې د هغوی له حیثیت نه دفاع وکړی ، په سیمه کې تنظيمی ملیشو خلک دی ته اړ کړی چی له وسله والو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول همکاری وکړی .

مونږ نه وسله وال باغیان تاییدوو او نه هم تنظیمې وسله وال او خپل سرې ، ځکه دوی دواړه ملی افکارو ته نه بلکه شخصی ګټو لپاره کار کوی .

تنظیمې ملیشی او اربکیان د ولس او دولت ترمنځ واټڼ پيدا کوی چی پایله یې بیا داسی کیږې لکه د کندز ولایت سقوط ، بله بیلګه د شخصی ملیشو داده چې په تخار ولایت کې د ځمکو خاوندان د دوی د لاسه په زندانونو کی پراته دی او دوی سرې سترګې ګرځې ځکه حکومت نشته چی د حق او نا حق پوښتنه وکړی .

مونږ ددی ترڅنګ چې وسله وال بغاوت او په دولت کی دننه غیر قانونی وسله وال غندو د امریکی هغه ړوند بمبارد غندنه هم کوو چی د بی پولی ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو په روغتون یې په کندز کې تر سره کړ .

امریکی په دی کار سره یو وار بیا ثابته کړه چی دا عمل یې یو جنګی جنایت دی .

د کندز ولسونه د خپلو شهیدانو خښیدل ، د ټپیانو علاج او پاتی کسانو ته د ژوندی پاتی کیدو لپاره یوه مړی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌‌ډی غواړی ، خو ولسمشر ورته وایی چی زه تاسو ته صنعتی ښارګوټې جوړوم ، تاسو ته میترو جوړوم او داسی نورررر….

ښاغلیه ولسمشره ! ولس له میترو او ټکنالوژی تیر دی اوس تنها دومره وکړه چې له مرګ نه یې وژغوره ، شهیدان له سرکونو راټول کړه ، دټپیانو درملنه وکړه ، ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته یی د اوسیدو سیمه و مونده ، په کور دننه یې له ک‌‌‌‌‌‌ډ والی خلاص کړه او په دسترخوان کی یې یوه مړی ‌‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی پیدا کړه.

هغه کندز چې د هیواد کندو یادیده ستا په واکمنۍ کی یې خلک له لوږې مرې .

له بلی خوا ځوانان مو د کار نه شتون له امله ، په مرګونو لارو بهر ته روان دی ، همدغه ځوان نسل دی چې هیوادونه ورباندی حساب کوی ، خو زمونږ نسل څوک چې یې توان لری خارج ته ځی او څوک چې بیخې بی وسه دی د وسله والو لیکو ته ورځی او دهغوی لیکی ورباندی قوی کیږې.

دشمال او په ځانګړی توګه د کندز زوریدلی او کړیدلی ولسه! ستاسو په هر درد او غم کی ځان شریک بولم، په هر ‌‌‌‌‌‌ډول شرایطو کې به ستاسو خدمت ته چمتو یم، هغه ورځې مې نه هیریږې چی د دښمن تر تهدید لاندی بیا هم راغلی او د خپل برخلیک د بدلولو لپاره مو خپله رایه وکاروله .

دا چی کړی ژمنې مو له تاسو سره تر سره نشوای کړای له تاسو ټولو بښنه غواړم.
په درناوی
د یو سوکاله او اباد افغانستان په هیله