کور / تازه خبرونه / هلمند: طالبانو د باباجي سيمه ونيول

هلمند: طالبانو د باباجي سيمه ونيول

وسلوالو طالبانو د مرکز لښکرګاه د باباجي سیمه ونیول .

د هلمند څخه راپورونه ښي،چي وسلوالو طالبانو د یوې درنۍ جګړې وروسته د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي سیمه نیولې ده .

په ولسي جرګه کي د هلمند د خلګو استازی هاشم الکوزی وایې،چي دغه ساحه چي د ښار څلورمه امنیتي حوزه هم ده پرون سه شنبې ( ماځیګر مهال وسله والو طالبانو نيولې ده) .

ښاغلي الکوزي وویل، چي اوسمهال د باباجي او نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کي درنه جګړه روانه ده.

هغه پر ولایتي ادارې تور پوري کړي، چي په خپلو چارو کي یې لټي کړې .

د هلمند د پولیسو ویاند شاه محمود اشنا د باباجي په سیمه کي د جګړې پخلي کوي او مني چي ځیني سیمي یې دلاسه وتلي دي .

وسله والو طالبانو هم ددې سيمي د نيولو خبر ورکړی او هلته يې افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اوښتلو ادعا کړې ده.

د یادوني وړ ده، چې د هلمند والي میرزا خان رحیمي رسنیو ته د هلمند امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ښودلي دی او د هلمندیانو د سر اومال د خوندی ساتلو ژمنه یې ورکړي ده.