کور / تازه خبرونه / کندهار: په ډليز بريد کي ۴ بريدکونکي او ۱ پوليس له منځه تللي دي

کندهار: په ډليز بريد کي ۴ بريدکونکي او ۱ پوليس له منځه تللي دي

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چي ددغه ولايت د سپين بولدک د کميساری پر ودانۍ ډليز بريد د څلور بريدکونکو او يوه سرحدي پوليس په وژل کېدو سره پای ته ورسېد .
دغه بريد د چهارشنبې په ورځ ناوخته شاوخوا ۷ بجي پيل سو .
دکندهار دوالي وياند صميم خپلواک وايي ، چي لومړی يوه بريدکونکي خپل د چاوديدونکو توکو ډک موټرسايکل د کميسياری د دروازې مخي ته چاودلی او وروسته نور درې ودانۍ ته ننوتلي وه .
د خپلواک په خبره، چي درې سره بريد کونکي تر نيم ساعته جګړې وروسته د سرحدې ځواکونو سره په مخامخ جګړه کي ووژل سوه .
سرچينه زياتوي، چي په دغه بريد کي يو افغان سرحدي پوليس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي .
وسلوالو طالبانو ددغه بريد مسوليت منلی .
دغه ډلي پر خپل ويبپاڼه ليکلي، چي څو تنو بريدکونکو د سپين بولدک ولسوالۍ د چټک غبرګون پر قطعه باندي بريدکړي او ادعا کوي چي دبريد پر مهال يې ۸ پوليس وژلي دي.