کور / سياسي / موږ په کور کې څه چې په دولتي کچه هم مهال ويش نلرو

موږ په کور کې څه چې په دولتي کچه هم مهال ويش نلرو

زموږ ټولنه او بيا په ځانګړې توګه ځوانان په ډيرو مجلسونو کې وايې چې افغانستان ترقي نکوي ، پرمختيا نکوي ، پوهنيز نظام کمزوری دی ، ظرفيت نشته دا او ها ،
که موږ يو څه همدا خبره ومنو خو تر ډيره بايد داومنو چې زمونږ دولتي ، غيردولتي او کورنۍ مسلې ټولې بې مديريته دي چې پرمختګ يې ندی کړی او هروخت دنزول پر لور روان يو .
که دافغانستان هغه قشر چې داوخت يا پخوا پوهنيز نظام ته داخل شوی دی دوی له اوله په تدريجي ډول باندې په مهال ويش سره چارې سمبال کړې وای نو نن به مونږ له ډيرو ستونزو خلاص وو او دا شکايتونه به مو نکول چې هېواد مو ولې دابادۍ پرلور نه سوق کيږي .
مونږ په کور کې څه چې په دولتي کچه هم مهال ويش نلرو ، اړينه خو داده چې داپېل بايد له کوره وشي او بيا تردولته ورسيږي څکه چې په دولت کې شته مسولين زمونږ او تاسو دکورنۍ غړي دي ، ستره ستونزه خو همدا ده چې نه په کور کې مديريت لرو او نه په رسمي دفترونو کې .
که چېرې ديوې کورنۍ مشر دخپل کور دغړو دپاره مهال ويش جوړ کړي او شته کارونه دمهال ويش سره سم وويشي نو تاسو څه فکر کوۍ چې کارونه به پای ومومي کنه ؟
ختمن هغه کارونه چې دپلان له مخې تقسيم شي او په اړه يې اجراات ترسره شي هغه کارونه پای مومي ، که همدا ډول دراتلونکو چارو په اړه چې مونږ او تاسو يې بايد ترسره کړو پلان جوړ کړو او د ترسره کيدو په اړه يې اجراات کوو نو هيڅکله به هم زمونږ په چارو کې پاتې والی رانشي او مونږ به تل دبري پرلور روان يو .
ماته چې څومره مالومه ده حکومتوالي په جرګو او مرکو باندې نشي کيدلی ، دادارې دپاره اصلونه ټاکل شوي دي او مونږ ته يې داښودلې چې ددې لارې په چوکاټ کې ژوند عيار کړه خو دلته بيا مونږ قانون ترپښو لاندې کوو او وايو چې مونږ مشران سره جوړوي ، تردې چې ادارې فيصلې هم مشران راکوې .
داسې هم شوي دي چې دمامور او يوه عام وګړي چې فيصله کوونکی يې قانون او مديريت دی مشرانو پريکړه ورکړې خو دابدبختي ټوله زمونږ په ځان کې ده چې مديريت نشو کولی او دمديريت هغه لارې چارې موندې زده چې وګړو ته پرې ځواب ويلی شو نو داهم ختمي ده پدې صورت کې به دمامور او وګړي ترمينځ جګړه مينځ ته راځي .
دابه هم ومنو چې په بهرنيو هېوادونو کې به يا کلتور نه وي او يا به دولت ورته په دومره ارزښت نه وي قايل چې ترقانونه دې کلتور ښه وبولي ، خو دلته بيا په قانون باندې دکلتور حاکموالی شته دی .
خو نړيوال معيارونه بيا ترهرڅه ډير قانون ته فکر کوي او دکلتور په چوکاټ کې يا ددين داصولو سره سم قانون جوړيږي چې پدې باندې پوهانو کار کړی وي .
دلته فکر نه کووم چې زمونږ قانون دې له دين او يا کلتور سره ټکر ولرې چې مونږ مديريتي نظام نه منو .
که چيرې زمونږ لوړ پوړې مامورين ترټيت پوړو پورې دادرې په برخه کې زده کړې وکړې او په عمل کې يې پلې کړې نو بيا دايو تضمين دی چې ددوی چارې به سمې پرمخ ځي او هغه ستونزې چې دوی په شخصي او يا دولتي چارو کې ورسره مخ دي راتلونکی به دښه مديريت دزده کړې له امله نه تکراريږي .
دابه هم ووايم چې ښه مديريت يو ښه ډب هم لري که تاسو يو ښه مدير واوسی نو ستاسو خبرې به تاثير ناکې واوسې او دخلکو په زړونو کې به خای لرۍ ، اوس چې ګورۍ دپلان دنه شتون او نه عملي کيدو له امله دخلکو څخه خپلې چارې ګډې وډې شوي دي چې ددوی خبره په دروغو بدله شي نو په همدې اساس په خبرو کې تاثير هم کميدلی شي ، نو زمونږ سپارښتنه داده چې بايد که پخوا مو نه وي کړي اوس دې ته رحوع وکړو چې خپل پاته کارونه دپلان له مخې عيار کړو او دانورو ته هم وښيو چې په پلان ، مديريت ، او مهال ويش کې ګټه ده ، ستاسو پاتې چارې مخته وړي ، ستاسو ژوند ورسره سميدای شي ، او ستاسو کورنۍ هم ورسره رشد کولی شي .
بله خبره داده هغه چې لوستي دي بايد مديريت زده کړې په اړه کتابونه ترلاسه کړې ، مالومات ترلاسه کړي او خپلې کورنۍ ته يې ورسوي چې څو په مکمل ډول باندې په تدريجي ډول سره داټولنه يوه مديريتي او علمي ټولنه واوسي .