کور / شعر / ځان پـيـژنــدنــه

ځان پـيـژنــدنــه

ټوله شـپه څراغ په لاس کی گرځیدمه کور په کور
چی معلوم کړمه دا ښار کی کوم یو کور دی کوم يو گور​​​
​​ چی پـیدا کړم، چا بل کړی دا تورتم کی څراغونه
څوک د مرگ په خوب بـیده دی، شاته کـړی یی غـمـونه
​ هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته
هـغه کـور چی چـا بالـه به، هـغه گـور وو لا له وخــته
​ چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه
لـه کـــورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـــه، پــریــشـانـه
​ یـو ناڅـاپه می نـظـر سـو پـر کـړکۍ د یـوه کـور
پــه الـلـه الـلـه زارۍ وو یــو ســړی پـه ســر سـرتـــور
​ د دوږخ او د عــذاب له ویــری نـه ژړل هـا تـن
نـه زارۍ یـی داولاد وی نـه چی جـوړ سی لـوی شـتمن
​ نـه لیــوال وو د ماڼـیو چی کـښی ناسـتی گلـبدن
نـه یی غـوښــته جایـدادونه، نـه کـوم بـاغ او نـه گلـشـن
​ نـه یی شـوق د حکـومت وو، لــیډری یا مـشری
نــه د سـرو سـپــیـنو پـه غـم کی، نـه د نـورو مـهــتـری
​ څه عجـیـب غـونـدی غوښـتـنه یی لرله ها سړی
پــه ژړا، پــه تـضــرع وو، پـــه زارۍ، پـــه اســويــلی
​ ول را وښـــیه ومـاتـه زمـا مـقـام علــیـم بــاداره
پـه هــمدی مـی بــیا مــونـده سـی د بـریــو ســیـده لاره
​ په ما وپـیژنی ځان خـپل، ده زارۍ کولی ډیـری
مـخ د هــیلی یـی آســمان تـه پـه ژړا لـه ډیــری ویـری
​ څه به وپـیـژنم تا زه، چی زه نه پـیژنم ځان خپل
خلـیــفه بـه دی یـم څـنـگه چی جـاهـله یم د شـان خـپـل
​ رسـومه به یی څـنگه رسالت چی دی راکـړی؟
انـدازه بـه یـی کـړم څـنگـه شـرافـت چـی دی راکـړی
​ چی بیتامی سرټیټ کړی هرطاغوت وهرسونډاته
زه بـه څـنگـه چـاتـه وایم چی سر ټـیټ نکـړی بلـچاته
​ که می خـپـله وی پـغـاړه پوخ ځـنځـیر د غلامۍ
څـه تـلـقــیـن بـه کـوم بـل تــه، د خــپل واک او آزادۍ
​ اطمـنان به کلـه راسی چی می نـفس وی اماره
هـا ژونـدون بـه څه ژونـدون وی چی د بـل پـه اشاره

په ژړا کی یی ویـله هـا سالک د زړه له تابه
پـیـژندنه د ځان راکړی ای حکـیم ربه وهابه