کور / تازه خبرونه / ولې بهرنیان له لویې جرګې سره مخالف دي؟

ولې بهرنیان له لویې جرګې سره مخالف دي؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې د نورو مسائلو ترڅنګ د لویې جرګې د جوړیدو د ځنډ عواملو او پر پاکستان د افغان دولت انتقادونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې یو تحلیلي مطلب خپور کړی او دا سرلیک یې ورکړی چې ولې بهرنیان له لویې جرګې سره مخالف دي.

په مطلب کې راغلي چې وروستیو ناامنیو او د یو شمېر ولسوالیو سقوط ته په کتو د ملي وحدت حکومت پر پاته کیدو شکونه زیات شوي او د نظر ځينې خاوندان د لویې جرګې د را بللو غوښتنه کوي.

خو د مطلب لیکوال ویلي چې په دې وروستیو کلونو کې ځينې بهرنیو کړیو د لویې جرګې د جوړولو پرضد تبلیغات کړي او د افغانانو د دې ملي دود جوړولو ته یې خلک زړه نا زړه کړي دي.

لیکوال د ۱۳۹۲ کال لویه جرګه چې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه جوړه شوې وه، د بیلګې په توګه یاده کړې چې هلته هم داسې تبلیغات کیدل چې امریکا پلوه کسان په کې برخه اخلي او بې له قید او شرطه به امنیتي سند تائید کړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله له تروریزم سره د مبارزې څرنګوالي ته ځانګړې کړې او له پاکستانه په کې غوښتل شوي چې د تروریزم له سلیقوي تعریفه ډډه وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د تحمیلې جګړې خس او خاشاک له بهره را وړل کیږي او یوشمیر مخالفې کړۍ هڅه کوي چې د خپلو بادرانو د خوشحالولو لپاره افغانستان کې جګړه توده وساتي.

په سرمقاله کې د ولسمشراشرف غني دا خبرې را اخیستل شوي چې حکومت به یې هیڅکله زور ته تسلیم نه شي او د سوک ځواب به پر سوک ورکوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د اوسنیو ستونزو او ناامنیو لامل د ملي وحدت حکومت مشران دي او دوی باید ومني چې د بې ګنا خلکو د وینې د تویولو په وړاندې مسئولیت لري.

لیکوال ویلي له پيله د ملي وحدت حکومت جوړول د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر فرمایش وو او اوس د ملي مشروعیت نشتوالي د ولسمشر لاسونه تړلي دي.

په مطلب کې راغلي، د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په موافقه کې راغلي چې دوه کاله وروسته به د اجرائیه ریاست پوست د لویې جرګې په اساس صدارت ته لوړیږي، خو لیکوال ویلي، د لویې جرګې د جوړیدو څرک نه معلومیږي.