کور / تازه خبرونه / د زلزلې له امله د مړو شميره ۲۷۰ته ورسېدله

د زلزلې له امله د مړو شميره ۲۷۰ته ورسېدله

پېښور: دبي بي سي د خپرله مخې په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان کې له زلزلې ځپلو سره د مرستو بهير چټک شوی، د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې له کبله په افغانستان او پاکستان کې دمړه شويو شمېر تر ۲۷۰ اوښتی او شاوخوا ۲۰۰۰ نور کسان پکې ژوبل شوي دي.په ختيځ کونړ ولايت کې د پوليسو مشر ويلي، په دې ولايت کې د زلزلې له کبله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۷۵ نور ټپيان ديلومړني رپوټونه وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زلزلې له کبله سلګونه کورونه ویجاړ او زيانمن شوي دي.د افغانستان شمال یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، خو د زلزلې شدت د افغانستان په ګڼو ښارونو سربېره، پاکستان او د هند په شمالي سيمو کې هم احساس شوی دی. زلزلې بدخشان کې هم خلکو ته ډېر تاوان اړولی د زلزلې شدت ۷٫۵ ښودل شوی، چې وايي مرکز يې د هندوکوش د غرونو لړۍ وه. زلزله کې د غزني ښار ته د ننوتلو یوه دروازه هم نړېدلې ده افغان چارواکي وايي، بدخشان، تخار، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د زلزلې له کبله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان دي.د تخار ولایت د والي وياند سنت الله تيموري وویل چې ټول قربانيان د يوه ښوونځي نجونې زده کوونکې دي.نوموړي وول چې د ۷ ټپيانو حالت سخت دی.عيني شاهدان وايي، د هند پلازمېنه ډيلي کې هم خلک د زلزلې له کبله واټونو او کوڅو ته راوتلي دي.د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت کې هم سيمه ييزو روغتيايي سرچينو ي ويلي، د زلزلې له کبله د اوو کسانو مړي او تر ۷۰ ډېر ټپيان دوی ته وروړل شوي دي.پاکستان کې تر اوسه د زلزلې له کبله د مړه شويو شمېر لږترلږه ۲۱۴ کسان ښودل شوی، او چارواکي وايي شايد دا شمېر د وخت په تېرېدو ډېر شي.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي تر ټولو ډېر تاوان خيبر پښتونخواه کې اوښتی دی.”پېښور په ډېرو سيمو کې د زلزلې له امله ګڼو ودانيو ته زيان اوښتی. ډېرې ودانۍ نړېدلي.”د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وايي تر ټولو ډېر تاوان خيبر پښتونخوا کې اوښتی دی.هلته ۱۲۳ کسان مړه شوي او له ۹۵۰ ډېر ټپیان دي.په قبايلي سيمه باجوړ کې بيا د ۱۶ کسانو مړينه تاييد شوې.ګلګت بلتستان کې څلور او په راولپنډۍ ښار کې يو کس مړدى. د نورو رسنيو له مخې ويلي کيږي چې په پېښور کې ٨،په سوات ٢٨، په برديرکې ٢٠ ،په کوزدير کې ١٩،په چترال کې ٢٣،په شانگله کې ٤٢، په بونيرکې ١١،په مردان کې ٥ ،په چارسده کې ٤، په صوابۍ کې ٣،په نوښارکې ٢ ،په تورغرکې ١٥،په باجوړ کې ٢٧، په مومندايجنسۍ کې ٥،په شبقدرکې ١ او په جم کې هم ١،له گلگيت کې ١٦ او په پنجاب کې ١٨ کسان مړه شوي دي په کونړ کې ٣٥،په تخار کې ١٢ ،په بدخشان کې ١٠ ، په ننگرهارکې ٨ ، په پروان کې يو، په لغمان اونورستان کې ٧ کسان مړه شوي دي