کور / تازه خبرونه / اجرایوي رئیس د خوست له قومي مشرانو سره ولیدل

اجرایوي رئیس د خوست له قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس تېر ماښام د خوست د ځدراڼو قوم له قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل اود هغوی ستونزې یې واورېدې.
د خوست قومي مشرانو په دې ناسته کې وویل، چې د خوست د پوهنې ریاست تشکیل د ولسوالۍ د مهال دی، چې اوس زیاتېدو او له سره کتنې ته اړتیا لري. هغوی دغه راز وویل، چې په لرتو پرتو سیمو کې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي او خوست د برېښنا له نعمته بې برخې دی، چې حکومت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
هغوی په میرانشاه کې د افغان سفارت د قونسلګرۍ د پرانستې غوښتنه وکړه او له اجرایوي رئیس نه یې وغوښتل چې په خلیجي هېوادونو کې له پاکستانه د ورغلو افغانانو د ویزې ستونزې حل کړي.
دوی بېکاري د افغانستان لپاره ستر رنځ وباله او ویې ویل، چې د خوست له ځوانانو څخه دې په حکومت کې ګټنه وشي.
اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د پوهنې او روغتیا وزارتونو ته به په اړوندو برخو کې د لازمو اقداماتو دستور ورکړي.
ده زیاته کړه، چې په خلیجي هېوادونو کې یې د افغانانو د ویزو ستونزه جدي نیولې او په دې اړه یې په وزیرانو شورا کې هم بهرنیو چارو وزارت ته لازمې سپارښتنې کړي او دا مساله به تر پایه تعقیب کړي.
نوموړي وویل، چې حکومت د ولسونو او قومونو ملاتړ ته اړتیا لري او له دې پرته دولتونه نشي کولای، پر ستونزو لاسبري شي.