کور / تازه خبرونه / په میدان وردګو ولایت کې به د مېرمنو لپاره د امن خونه جوړه شي

په میدان وردګو ولایت کې به د مېرمنو لپاره د امن خونه جوړه شي

د میدان وردګو ولایت د ښځو چارو رئیسه وایي په دغه ولایت کې د هغه مېرمنو لپاره چې د بېلابېلو تاوتریخوالو له امله ورته ګواښونه مخامخ دي، د دوی د خوندي ساتلو په موخه دوی په دغه ولایت کې د امن خونه نلري .

وحیده ښکلې وایي کله چې یادې مېرمنې دوی ته د پناه اخیستلو په موخه راشي،نو دوی د هغوی د خوندي ساتلو په موخه مناسب رسمي ځای نلري،نو دوی مجبوره دي،چې د اړېکو پر بنسټ یادې مېرمنې په کومو خوندي ځایونو کې وساتي .

نوموړی همدا راز په دغه ولایت کې د ښځینه مجرمینو لپاره د ښځنیه مدافعې وکیلې نشتون د ښځو پر وړاندې یوه بله جدي ستونزه په ګوته کړه.

د میدان وردګو د ښځو چارو رئیسې دغه ستونزې نن د لړم په ۵مه د دغه ولایت د والي په مشرۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د لمنځه وړلو په جوړه شوې غونډه کې شریکې کړې .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل هڅه به وکړي، د دغه ولایت د ښځو چارو په ریاست کې یو ځانګړی خوندي ځای د امن خونې په نوم ډېر ژر جوړ کړي او په دغه برخه کې به هر ډول ستونزې حل کړي .

هغه زیاته کړه، هیڅوک نشي کولای،چې تر ګواښ لاندې مېرمن د شخصي اړېکو پر بنسټ په بېلابېلو ځایونو کې وساتي نو له همدې امله لازمه ده،چې د یوې منظمې امن خونې تر جوړېدو پورې په دغه ریاست کې یو ځانګړی ځای د امن خونې په نوم جوړ کړو.

هغه همدا راز ژمنه وکړه،چې په مرکز کې له ګڼ شمېر ښځینه مدافعې وکیلانې شتون لري،دوی ته به د قانون په رڼا کې بشپړ سهولتونه برابر کړي ترڅو په دغه ولایت کې د ښځینه مېرمنو په دوسیو کې همکاري وکړي.