کور / تازه خبرونه / لغمان: پر زلزله ځپلو کورنيو مرستي ووېشل سوې

لغمان: پر زلزله ځپلو کورنيو مرستي ووېشل سوې

د الینګار ولسوالۍ په زلزله ځپلو کورنیو باندې د موقتي سرپناه او غیر غذايي توکو مرسته وویشل شوه.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لار ښوونه د لغمان د سرې میاشتې ریاست له لوري د موقتې سرپناه او غیر غذايي توکو برابره شوې مرسته نن د الینګار ولسوالۍ په شپېتو زلزله ځپلو کورنیو باندې په دغه ولسوالۍ کې وویشل شوه.
دغه برابره شوې مرسته چې د یادې ولسوالۍ د مسولینو تر نظر لاندې په زیانمنو شویو کورنیو وویشل شوه، په کې خېمې، ترپالونه، کمبلې او د اشپز خانې لوازم شامل ول.
د زلزله ځپلو کورنیو د دقیقې سروې او هغوی سره د مرستې په موخه تېره ورځ په لغمان ولایت کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي د دولتي او مرستندویه ادارو ګډه ناسته تر سره او زیانمنو سیمو ته د سروې ټیمونه واستول شو چې لا هم په یو شمېر سیمو کې سروې روانه ده.
ښاغلي نعیمي د اضطرار کمېټې ته جدي سپارښتنه کړې تر څو ژر تر ژره سروې بشپړه او زیانمنو شویو کورنیو ته اړینې مرستې ور ورسوي.
د یادونې ده چې د تېرې سختې زلزلې له امله په ټول لغمان کې اووه کسان شهیدان او ۲۵ نور زخمیان شوي دي چې د ټپیانو روغتیايی حالت د ډاډ وړ دی او همدارنګه ۲۵۴ کورونه یې په قسمي او کلي توګه تخریب کړي دي