کور / نوميالي / دحضرت علامه حبواخندزاده مقبره ودانه سوه

دحضرت علامه حبواخندزاده مقبره ودانه سوه

حضرت علامه حبیب الله کاکړ( ۱۲۱۳ ـ ۱۲۶۵ق) رحمة الله علیه مشهور په حبواخندزاده دملافیض الله کاکړ زوی او دمسه خېل ملابابړمدّرِس لمسی وو چي دخپل عصر له اجله وو علماوو او محققینوڅخه گڼل کېدی. ملابابړ مدّرِس دهوتکودپاچهۍ په پای کي له کاکړستان څخه دکندهارښارته رالېږدېدلی وو. زوی ئې ملافیض الله کاکړ د احمد شاهي عصردفاضلو علماووپه ډله کي دنامه څښتن وواو داشرف الوزراء شاولیخان بامیزي دکورنۍ غړو ته ئې داستادۍ وظیفه هم پرغاړه وه. علامه حبیب الله کاکړ چي دخپل وخت په علمي محافلوکي په (فاضل کندهاري) سره مشهور وو، دهمدغه ملافیض الله کاکړ زوی کېدی. دکندهارښار دډنډ چوک ته نزدې چي دفاضل کندهاري په نامه لېسه همدا اوس هم فعاله ده، دهمدغه نامورعالم نامه ته منسوبه ده. علامه حبواخندزاده په معقولواو منقولو کي دخپل وخت مرجع بلل کېدی. دعلومو ډېري سخرغوټي دده په محققانه گوتو خلاصي سوي وې او دمصنفاتو شمېر ئې تر دېرشو اوښتی وو. ددغه محقق عالم په باب ما (هوتک) پخپل کتاب (درنه کورنۍ) کي په تفصیل سره خبري کړي دي چي محترم لوستونکي دې هورې ولولي.
له ډېر وخت راهیسي زماپرله پسې هڅه دا وه چي دکندهار دعلمي حوزې دمشهورو مشاهیرو دمقبرو ودانولوته سرکاري مقامات متوجه کاندم اوپه بېلابېلو وختوکي مي دکندهار داطلاعات او کلتور مسئولینو او دوخت والیانوته ددغه ارزښتناک کاریادوني کړي وې چي په هغوکي مي شهید عبدالمجیدبابي او شهید عبدالقدیم پتیال ته ددغو مشاهیرو دنومو لیستونه هم ورکړي ول. ددې ترڅنگ مي خپلي شخصي هڅي هم هیڅکله نه وې سپمولي. له نېکه مرغه زما دشخصي هلوځلو او په خارج کي داوسېدونکو کندهاریو منورینو د مالي مرستو او دگران روهیال او شهیدپتیال د منډو ترړوپه نتیجه کي پردې بریالی سوم چي دوطن دسترفولکلوریست ارواښادمحمدگل نوري مقبره ودانه کاندم. دپیرمحمدکاکړ دقبر جوړولو هڅي مي څو کاله په جدیت سره تعقیب کړې، خو بریالی سوی لا نه یم. دسږکال (۲۰۱۵ع) په سپټمبر کي چي دکوټي له سیمینارڅخه کندهارته ولاړم، نو مي دخپل سفر په پروگرام کي دعلامه حبواخندزاده دقبر دترمیم او ودانولو کار هم شامل وو. په کندهارکي مي دخپلي سفر په لومړي سر کي یوه ورځ په عینومېنه کي دالحاج حمدالله صحاف په کتابتون کي له ښاغلو عزیزالله خان کرزي اوکاکااسدالله خان پوپل سره دنورو خبرو په ترڅ کي ددغي مقبرې د ودانولو مسئله هم یاده کړه. کاکا اسدالله خان سمدستي خپل تیاری وښود او ښاغلي عزیزالله خان کرزي هم ددې کار پر اهمیت او ضرورت باندي مبسوطي خبري وکړې. زماشا غره ته تکیه سوه اوپه داسبامي اراده وکړه چي دغه مقبره له نزدې وگورم او خپل ځان ډاډمن کاندم چي نه گانه نوموړې هدیره د زورواکو له خوا لاندي سوې نه وي. زه دغي هدیرې او مقبرې ته له نن څخه اووه دېرش کاله پخوا هغه وخت تللی وم چي دعبدالرؤف واسعي په نامه مو د علامه حبواخندزاده ځوانیمرگ کودی خاوروته سپاره. دعبدالرؤف واسعي کورنۍ لقب (گل) وو او په نیویارک کي دیوه تورپوستي له خوا ووژل سو. جنازه ئې کندهارته راوړل سوه او دخپل لوی نیکه علامه حبواخندزاده دقبرڅنگ ته ښخ سو. قبر ئې اوس هم معلوم دئ. هدیرې ته دتگ خبره مي له ښاغلي عبیدالله جان (بابا) سره شریکه کړه. هغه راته وویل چي یوه ورځ به دمرحوم عبدالباري واسعي دزوی شاه جان سره یوځای هدیرې ته ولاړسو. عبیدالله جان (بابا) دمرحوم سلطان محمدخان مشهورپه لالوجان زوی او دمرحوم میرزاجان محمدخان هوتک لمسی دئ. شاه جان هم دعلامه حبواخندزاده کودی کېږي. دلوی اختر په دریمه ( د۲۰۱۵ع کال دسپټمبر پر ۲۶ مه) سهار وختي عبدالله جان اوشاه جان کورته په موټرکي راغلل او زه ئې هدیرې ته بوتلم. دحبواخندزاده پلرنۍ هدیره داحمدشاهي کندهار دزړې عیدگاه ختیځ ته پرته وه. اوس په دغه عیدگاه کي دمحمودطرزي لېسه فعاله ده او دعیدگاه سړک پر ختیځه څنډه دوکانونه ودان سوي دي. او ددوکانو شاته هدیرې خلکولاندي کړي او کورونه ئې پر جوړکړي دي دغه سړک اوس دبرېښناکوټ سړک نومېږي او دحبواخندزاده هدیره ددغه سړک دختیځي غاړي ددوکانو او کوروشاته څیرمه پرته ده. موږ هدیرې ته دلویي ویالې له خوا راتا سوو. دحبواخندزاده قبر ته مي دوعا وکړه اوپه هماغه شان مي وموند چي ما اووه دېرش پخوالیدلی وو.

محمدمعصوم هوتک دحبواخندزاده دقبر سرته
دسپټمبرپر اووه ویشتمه مي کاکااسدالله خان پوپل هدیرې ته ورووست. ده ته دي خدای خیر ورکړي سمدستي ئې له اقراء ساختماني شرکت له څښتن سره خبري وکړې. ښاغلي عزیزالله خان کرزي هم دشرکت څښتن ته سپارښتنه وکړه چي داکارپه جدیت او سرعت سره مخ ته بوزي. په داسبامي دشنختي متن وکیښ او کاکااسدالله ته مي ورکړ. هغه دکندهار دمشهور خطاط ښاغلي قانع سره چي دمرحوم میرزاغلام علي قانع زوی () اواوس په ژوندیوخطاطانوکي دنامه څښتن دئ، دشنختي دخطاطي کولو موافقه وکړه.دخیر کار خدای تعالی پر مخ وهي په څوورځو کي دشنختي دخطاطۍ او کیندلو اودقبر د ودانولوکار بشپړسواو پاته دي نه وي چي کاکااسدالله خان او ما هره ورځ ددغه کارجریان له نزدې څخه تعقیباوه.بالآخره مو داکتوبر پر یوولسمه دماځیگر پر څلورو بجودحبواخندزاده پر قبر په داسي حال کي چي کاکا اسدالله هم حاضر وو،دکندهاریو منورینو او فرهنگپالو یوه درنه غونډه جوړه کړه. په غونډه کي دکلام الله مجیددڅوآیتونو ترقرائت وروسته انجنیرشېرشاه رشاد، ما (محمدمعصوم هوتک)، ښاغلي استادحیات الله رفیقي، ښاغلي استاد احمدصمیم ویناوي وکړې. دحبواخندزاده پر ژوند او علمي مقام او ددغي مقبرې او نورو مقبرو د ودانولوپر اړتیا مو خبري وکړې. له کاکااسدالله ، داقراء ساختماني شرکت له مسئول ښاغلي رفیع الله پوپل څخه مو مننه وکړه چي ددغي ویاړلي چاري په سرته رسولو کي ئې خولې تویي کړي دي.

زه چي اوس داکرښي له کندهاره څخه په زرو کیلومتره لیري په کاناډا کي کاږم،له دې اسیته ډېرخوشاله یم چي ددغي پخوانۍ ارزو تحقق مي پخپل ژوند کي ولید. پاک خدای ته التجاه کوم چي د وطن منورینو ته دامجال او توفیق ورکړي چي دخپلو مشاهیرو دنامه په راژوندي کولو کي نوري هم خپلي هڅي گړندۍ کاندي.
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ انټاریوــ کاناډا
۲۸ مه داکتوبر ۲۰۱۵ع