کور / تازه خبرونه / مشهور شيخ الحديث ډاکټر شيرعلي شا مدني مړ سو

مشهور شيخ الحديث ډاکټر شيرعلي شا مدني مړ سو

د دارالعلوم حقاني استاد شيخ الحديث ډاكتر شيرعلي شا د اكتوبر پر ديرشمه د ۷۸ کلنۍ په عمر د ناروغۍ له امله په حق ورسيد.
نوموړي په په ديني چارو کي زدکړي کړي وې او په مدينه منوره كي يې په احاديثو كي د دوكتورا سند اخستې و.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانى وزير وكيل احمد متوكل د ډاکټر شيرعلي شا مدني په هكله لراوبر ته وويل “شیخ دکتور شیر علي صاحب مرحوم دځانګړي علمي نبوغ څښتن وو دمورنۍ ژبي پښتو تر څنګ یې په عربي ژبه ډېر ښه تقریر کاوه او پر اردو هم مسلط وو دفارسي ژبي اشعار به یې هم په یاد وه داسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال یې دافغانستان مهمو ښارونو سفرونه کړي دي او دمرحوم امیرالمنین ملامحمدعمر مجاهد او ریس الوزراء ملامحمد رباني رحمه الله ترڅنګ یې دهغه وخت له ګنو وزیرانو، قومندانانو او والیانو سره له نیژدو پېژندل.

ډاکټر شير علي شا د قران کريم د تفسير او حديثو په برخو کي په افغانستان او پاکستان کي په زرګونو شاګردان و روزل، قاري حبيب چي د ډاکټر شير علي شا شاګرد و د نوموړي د خاطرو په يوه برخه کي ليکي: “شیخ صاحب سره له دې چې پاکستانی عالم یادېده، خو د مولانا حمدالله جان صاحب غوندې چې د ډاګۍ په مولانا شهرت لري ده هم له افغانستان او افغانانو سره ځانګړې مینه درلوده، شیخ صاحب د افغانستان د سپین ږیرو ملاصاحبانو په ډول لنګوټه تړله، او هر بیان او مجلس یې د افغانستان له ویاړمنو یادونو څخه مالامال و”

د ډاكتر شيرعلي شا مدني د جنازې لمونځ په اکوړه خټک كي ادا سو او جنازه يې همالته په خيبر پښتونخوا کي په داسي حال کي خاورو ته وسپارل سوه د پاکستان د مذهبي ګوندونو د مشرانو په ګډون په زيات شمير خلكو برخه پکښي اخستې وه.