کور / شعر / خوږې شونډي دي شکري نه دي څه دي؟

خوږې شونډي دي شکري نه دي څه دي؟

د ناشناس مشهوره غزل چي د ستر شخصيت خوشال خان خټک شعر دی

خوږې شونډي دي شکري نه دي څه دي؟
ښکلي غاښ دي مرغلري نه دي څه دي؟
بې له تا چي راته نور مخونه ستايي
دا و ماوته خبري نه دي څه دي؟
چې تسخير په تورو ستر ګو کا د زړونو
سياه چشمي سِحرګري نه دي څه دي؟
چې د زلفو په زنځير يې زمری بند کړ
هوسۍ سترګي زورورې نه دي څه دي؟
چې دباغ سروې يې پستي تر قامت دي
پښتنې په قا مت ستري نه دي څه دي؟
وايې نورې ميني ليري کړه له دِله
ستا دمخ په دور ليري نه دي څه دي؟
چې لاشې يې دخوشال پر زړه څرخيږي
سرې لښتۍ يې سرې بنبري نه دي څه دي؟
خوشال خان خټک
www.Larawbar.com